افغانستان

بریښنا شرکت د اکسجن تولید کارخونو ته د کافي بریښنا برابرولو وعده کړې ده

د بریښنا شرکت وایي د اکسجن تولیدي کارخونو او د کرونا ناروغۍ د درملنې ټولو برخو ته به ۲۴ ساعته بریښنا برابره کړي. دغه خبره د یاد شرکت ویاند رسینیو ته کړي ده او ویلي دي، چې د استوګنو له بریښنا څخه یې یوه برخې دې ته ځانګړې کړې ده.

له دې مخکې د روغتیا وزارت هم له درېیمې څپې سره د موثرې مبارزې لپاره ځینې تدابیر ښودلي وو. دوی وایي: که اولس همکاري ونکړي دولت په یواځې سر له ساري ناروغیو سره مبارزه نه شي کولای.

د بریښنا د کموالي او ستونزو له امله د اکسجن له ۳۰ کارخونو نیمایي یې تړلي دي. په داسې حال کې چې اوسمهال تر بل هر وخت په هیواد کې اکسجن ته شدیده اړتیا لیدل کیږي.

د رسمي شمیرو له مخې د ټولو کویډ ۱۹ ناروغانو شمیر په افغانستان کې له ۸۸ زره اوښتی، خو اصلي شمیرې ددې څو چنده دي. د وزارت د شمیرو له مخې تر اوسه څه باندې ۳ نیم زره کسان له دې ناروغۍ خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي.

که دولت او خلک په ګډه د یادې ناروغۍ پر وړاندې ګټوره مبارزې ونکړي، نو ډیر ژر به حالت تر دې هم بد او خطرناک شي. مخکې له مخکې روغتیا وزارت د بد حالت وړاندوینه کړې ده، پر دې شرط که خلک صحي مسایل له پامه وغورځوي. 

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.