افغانستان

په وردګو ولایت کې یو ښوونځي له جوړیدلو وروسته ګټنې ته وسپارل شو

په وردګو ولایت کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

د جغتو ولسوالي په ګل پیرک سیمه کې د (۴.۶) میلیونو افغانیو په لګښت سره د مسعود په نوم د نجونو او هلکانو  لمړني ښوونځي ودانۍ د جوړولو چارې د یوه کال دننه  بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د دې ښوونځي په جوړېدو سره څه د پاسه ۳۰۰ زده کوونکو لپاره د زده کړو خوندي چاپیریال برابریږي.

یاد ښوونځی شپږ تدریسي خونې یوه اداري خونه یوه حلقه د څښلو پاکو اوبو څاه او درې غرفی تشنابونه لري.

د یاد ښوونخي په جوړېدلو د پوهنې رئیس ډاکټر محمد سعید منصور خوښي څرګنده کړه په اړه یې د سیمي له اوسیدونکو څخه غوښتنه وکړه، تر څو په ساتلو کې ئې د تل پر شان پاملرنه وکړي.


د راپور را لیږونکی: محمد جاوید امرخیل 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.