افغانستان

د افغان جاپان په روغتون کې د اکسجن ستونزه حل شوه

د کابل ولایت پورې اړوند ا افغان جاپان د کرونا روغتون د اکسجن د تولید برخه فعاله شوه. دا خبر د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح پر خپله فیسبوک پاڼه کړې ده.

نوموړي ویلي دي: اوس د عاجلې برخې لپاره د ۳۰ ناروغانو لپاره د اړتیا وړ اکسجن تیار شو او دوی ورڅخه ګټنه کوي.

دی وایي: «موږ هڅه کوو، تر سهار پورې ۱۵۰ نورو بسترونو ته هم د اړتیا وړ اکسجن برابر کړو، تر څو په یاد روغتون کې د اکسجن ستونزه حل شي».

د کرونا د دریمې څپې پر شدت سره په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د اکسجن دکموالي ستونزه رامنځته شوې ده، چې ډیری وخت د ناروغانو د مړینې لامل کیږي.

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.