افغانستان

په ننګرهار کې د اکسجن تولیدوونکي شرکتونه

په ننګرهار کې د اکسیجن تولیدونکي شرکتونو ته د احتکار د مخنیوي او په دې ولایت کې ټولو روغتیایي مرکزونو ته پخپل وخت د اکسینجن د تولید سپارښتنې وشوې.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکټر نصیر احمد درانی وایي، په جلال اباد ښار کې د لوی ننګرهار او زون شرق اکسیجن تولیدونکو شرکتونو څخه د لیدنې پر مهال د شرکت مسؤلینو څخه غوښتي چې د قرارداد مطابق روغتیايي مرکزونو ته په ټاکلې وخت د اړتیا وړ اکسیجن ورکړي، همدا راز یې د احتکار مخنیوي، د اکسیجن د کیفیت د ښه والي او تولید د زیاتوالي سپارښتنې هم ورته کړي.

نوموړی وایي، د کرونا ناروغۍ د زیاتیدو پر مهال په بیلابیلو ولایتونو کې د اکسیجن د کموالي ستونزه موجوده ده چې یاد تولیدي شرکتونه باید د ننګرهار او ختیځو ولایتونو صحي مراکزو ته د اړتیا وړ اکسیجن په ورکړه کې لومړیتوب غوره کړي.

په دې وروستیو کې د کرونا وبا د دریمې څپې د شدت په پایله کې هیواد د اکسجن له شدید کمښت سره د مخامخ کیدلو په حال کې دی. پانګوالو ته ښايي، چې پر دې برخه کې پانګونه زیاته کړي او خپل تولیدات پر عادلانه ډول وپلوري.

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.