افغانستان

پوهاند عبدالرسول باوري هم خپل پور پرې کړ

د هیواد وتلی لرغونپوه، د پوهنتون استاد او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال پوهاند محمد رسول باوري وفات شوی دی. نوموړی پرون د کرونا ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ګڼو چارواکو او شخصیتونو د نوموړي پر مړینه خواشیني وښودلې او دا یې یوه ستره ضایعه بللې ده.

پوهاند باوري شاوخوا څلور کاله د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال و. د دې وزارت ویاند صابر مومند د هغه د هڅو په اړه وویل: "د پوهاند باوري د ماموریت پرمهال په هېواد کې بې شمېره ابدې ورغول شوې، تاریخي اثار راویستل شول او په ملي موزیم کې نندارې ته کېښودل شول."

باوري د څلورشپېته کلن عمر په جریان کې شاوخوا ۱۶ کتابونه په پښتو، دري او نورو ژبو خپاره کړي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني په یوه اعلامیه کې ویلي چې ارواښاد باوري زموږ زیات ځوانان روزلي او د لرغونپوهنې په برخه کې یې ډیر څه کړي دي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، او ځینو نورو چارواکو او فرهنګپالو د مرحوم رسول باوري مړینه یوه ستره ضایعه بللې او د هغه له کورنۍ سره یې خواخوږي ښوولې ده.

 

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.