افغانستان

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د عمان له ټیم سره مخامخ کیږي

د فوټبال نړیوال جام او د اسیاد اتلولۍ جام ته د لارموندنې پر هدف به نن د افغان فوټبال ملي لوبډله له عمان هغه سره لوبغالي ته کښته شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز مشعوف رسنیو ته ویلي: چې دا سیالۍ به د افغانستان په وخت د شپې په شل کم لس بجې پیل شي.

ښاغلی مشعوف زیاتوي: "له هره اړخه چې فکر وکړئ د عمان ځای پورته دی. هغوی تر موږ په لوړه رده کې دي، خو موږ مخکې هم ښودلې چې له هېچا نه‌وېرېږو. موږ سبا شپه د ښې پایلې د ترلاسه کولو په هدف د عمان په وړاندې د لوبې ډګر ته وځو. ښه تمرینونه مو کړي، له بنګله‌دېش سره د ترخې تساوي وروسته اوس ټیم بېرته روحیه ترلاسه کړې."

یوه اوونۍ مخکې له بنګله‌دېش سره د افغانستان د فوټبال لوبه یو د یو په وړاندې مساوي تر سره شوه.

د افغانستان د فوټبال ټیم به د جون په ۱۵مه په خپله درېیمه او وروستۍ لوبه کې د هند په وړاندې د لوبې ډګر ته کښته شي. دا وروستۍ دوې لوبې ډیرې مهمې دي، ځکه دا به په یادو سیالیو د افغان لوبډلې د ګډون او محرومیت په اړه پریکړه کوي.

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.