افغانستان

زلمي خلیلزاد په دوحه کې له افغان مرکچي پلاوي سره کتلي دي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استاذی له کابل وروسته دوحې ته ورسید. نوموړي پرون د قطر مرکز دوحه کې له افغان مرکچي پلاوي غړو سره لیدلي دي او د سولې پر اړه یې بحثونه کړي دي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویلي دي، چې یاده ناسته پرون پنجشنبه په یاد ښار کې ترسره شوې ده. 

دوی د سولې په خبرو کې پر اصلي ټکو د تمرکز، د سیمې د هیوادونو د ښکیلولو او د خبرو د عملي پیل پر اړه بحثونه کړي دي.

خلیلزاد له هغه مخکې په کابل کې له ولسمشر غني، عبدالله عبدالله او نورو مطرحو افغان چارواکو سره د سولې په اړه بحثونه کړي وو.

د خلیلزاد دا سفرونه په داسې حال کې پیل کیږي، چې امریکا لا وختي ډیری عسکر ایستلي دي. امریکا هڅه کوي، تر سپټمبر مخکې، چې ټول سرتیري وباسي د افغان کشالې لپاره یوه دایمي حللاره پیدا کړي.

دغه دواړو ټیمونو دوې ورځې مخکې هم خپله وروستۍ ناسته کړې وه، چې د خبرو پر پیل او اجنډا یې بحثونه کړي وو. مالومه نه ده، چې د سولې اصلي خبرې به کله شروع کیږي او دا ځل به کومه پایله ولري او که دغسې به د پخوا پر شان بیله ګټې اوږدې شي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.