افغانستان

نړیوال بانک به د افغانانو تر څنګ ولاړ وي

نړیوال بانک له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. دغه خبره د یاد بانک د جنوب اسیا برخې مرستیال هارټویګ شیفر پر خپل ټویټر کړې ده. هغه چې پر دری ورځني سفر افغانستان ته راغلی وو له لوړ پوړو دولتي چارواکو سره یې هم ناستې درلودې.

نوموړي وعده کړې، ده، چې دوی له افغانستان سره د کرونا د مبارزي په برخه کې تر هغه مرسته کوي، تر څو دوی بیرته خپل زیانونه جبران کړي او همدارنګه یوه باثباته سوله رامنځته شي.

دغه بانک له دې مخکې هم په مختلفو پرمختیایي او اړینو پروژو سره د افغانانو په ژوند کې بدلونونه را وستلي دي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.