افغانستان

د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تولیداتو د زیاتوالي او موثریت لپاره د پورونو د ورکړې میکانیزم منظور کړی

د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرهڼې د پراختیا صندوق له لارې د ۲۵۵ میلیونه افغانیو پورونه منظور کړي دي. دغه پورونه چې دوه شرکتونو ته به  ورکول کیږي، تر څو یو یې له بزګرانو اولیه غذایي توکي رانیسي او بیا له پروسس وروسته د اړتیا وړ توکي برابر کړي او بل بیا د کارټن جوړولو شرکت دی، چې د اړتیا وړ ښه کیفیت لرونکي کارټنونه به جوړوي، تر څو د تولیداتو کچه لوړه او موثریت زیات شي.

د کرهڼې د پراختیا صندوق یو غیر دولتي مالي بانکي بنسټ دی چې د تاسیس له پیل تر دې دمه ۱۳.۴ میلیارډه افغانۍ پور منظور کړی چې له دغو چوپړتیاوو په ۳۲ ولایتونو کې شااوخوا ۵۶ زره بزګران په مستقیم ډول برخمن شوي دي.

ټول یاد پورونه د کرنیزو سوداګرو، کوپراټیفونو، د کرنې او مالدارۍ ټولنو، مالي منځګړیو، د غواساتنې، کب روزنې او چرګانو پالنې فارمونو، د وچ او تازه مېوو صادروونکو او پروسس کوونکو، د اوړو د تولید کارخونو، د کرنیزو توکو د تولید شرکتونو، مغازو او د کیمیاوي سرو واردوونکو او د کرهڼې برخې پر سوداګرو ۱۰.۷ میلیارډه افغانۍ وېشلي دي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.