افغانستان

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د زرنج موټرسایکلونو د تولید کچه د پام وړ لوړه شوې ده

د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د زرنج موټرسایکلونو د تولید کچه لوړه شوې ده. یادې کار خونې خپله پانګونه ۱۴ میلیونه افغانیو ته لوړه کړې ده، چې د هرات ښار او ځینو نورو ولایتونو د اړتیا وړ زرنجونه تولیدوي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواد احمدي رسنیو ته ویلي دي: دا کارخونه د یادو موټر سایکلونو د فریمونو، باډیو د جوړولو او بسته بندۍ په برخه کې کار کوي.

ښاغلي احمدي وویل: نوموړې کارخونې په میاشت کې د ۹۰۰ زرنج موټرسایکلونو د فریمونو، باډیو د تولید، او پروسس ظرفیت لري، چې خام توکي یې هم پر کور د ننه موندل کیږي.

په یاد صنعتي ښارګوټي کې څو نوري کارخونې هم شته، چې د زرنج موټر سایکلونو د تولید او پروسس په برخه کې کارکوي. ډیری وخت د بریښنا نه شتون ددې لامل شوی دی، چې پانګوال د پام وړ تولید ونه لري. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.