افغانستان

د کورنیو چارو وزیر او د محلي ارګانونو خپلواکې اداري عمومي ریس کندهار ته پر سفر راغلي دي

د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزير حيات الله حيات، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د رييس شميم خان کټوازي او د ملي امنيت عمومي رياست د اپراتيفي مرستيال په ملتیا کندهار ولايت ته پر سفر راغلي دي.

دغه پلاوى به د دغه سفر په ترڅ کې د کندهار عمومي امنيتي وضعيت د ارزونې ترڅنګ دلته د ښې حکومتولۍ بهير هم و څاري.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رييس به د دغه سفر په ترڅ کې د کندهار له والي، د امنيتي او دفاعي سکټورونو له چارواکو، د ولايتي شورا له غړو، علماوو شورا، د ښاروالۍ مشورتي بورډ له شورا، مدني ټولنو، ولسوالانو، د انکشافي شورا له رييسانو، قومي مشرانو، د خصوصي سکټور له استازو او سوداګرو سره وګوري او دغه راز به د کارموندنې پروګرام هم پرانيزي.

د کارموندنې پروکرام یو له هغو سترو پراخو دولتي پروګرامونو څخه دی، چې د کابل پر شمول په ۱۳ ولایتونو کې غریبو او ډیرو غریبو کورنیو ته د پرمختیایي شوراګانو له لوري د څلویښتو کاري ورځو لپاره کار پیدا کوي او له بلې خوا به په خپله سیمه کې پرمختیایي چاري هم پر مخ وړي. 

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.