افغانستان

په لوګر ولایت کې د یو خبریال وژل

په لوګر ولایت کې یو خبریال وژل شوی دی. یاد خبریال د حفیظ الله حقپرست نیازي نومیده او کلونه کلونه یې له ملي او شخصي رسنیو سره د محلي خبریال پر حیث دنده ترسره کړي وه.

نوموړی نن پر خپله کرونده کې، چې د لوکر ولایت مرکز پل علم په کلنګار سیمه کې پر کار بوخت وو، چې د افغان دولت او مخالفینو تر منځ د جګړې پر مهال په نخښه شوی دی.

تر اوسه مالومه ده، چې نوموړی د کومې ډلې پر مرمۍ ویشتل شوی دی، خو وخت نا وخت افغان خبریالان د جګړو او تاوتریخوالي قرباني کیږي.

دا لومړی ځل نه دی، چې بې ګناه او ملکي خبریال په نخښه کیږي، تر دې مخکې هم افغانستان د خبریالانو لپاره یو نا امنه هیواد ګڼل شوی دی. دولت باید د خبریالانو ساتنې او خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي، تر څو د بیان آزادي خوندي شي او خلک خپل غږ پورته کړي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.