افغانستان

د افغان سولې خبرې یو ځل بیا پیل شوې

وروسته له یوې میاشتې یو ځل بیا د افغان سولې مرکچي پلاوي او طالب مشرانو تر منځ ناسته شوې ده. دغه ناسته تیر ماښام د دواړو ټیمونو د مشرانو او ځینو غړو تر منځ ترسره شوې ده او په هغه کې د خبرو پر سرعت او اجنډا بحث شوی دی.

دوی له دې مخکې په روژه کې سره لیدلي وي او وعده یې کړې وه، چې ژر به بیا سره کښیني او خبرې به شروع کوي. خو د یو څه مودې لپاره دوی یو بل ګرم بلل، چې د سولې په خبرو کې علامقمندي نه لري.

له بلې خوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استاذی هم کابل او سیمې ته په سفر را وتلی دی. دی به له دې وروسته دوحې ته ولاړ شي او هلته به د دواړو ټیمونو له مرکچي پلاوو سره وویني.

له دې مخکې هم د امریکا او نړیوالې ټولنې لخوا پر افغان دولت او طالب مشرانو فشار را وړل شوی دی، تر څو د سولې خبرې تیزې کړي. اوس داسې ښکارې چې دواړې خواوې دغو خبرو ته علاقمند شوي دي.

دا خبرې په داسې وخت کې کیږي، چې په هیواد کې ورځ تر بلې د جګړې او چاودنو خبرونه زیاتیږي، خو بیا هم افغانانو خپلې هیلې نه دي بایللې.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.