افغانستان

خوشحال سادات له دندې استعفا کړې ده

د عامه تصدیو د ساتلو د برخې عمومي مسول خوشحال سادات له دندې استعفا کړې ده. دغه خبر نوموړي پر خپل فیسبوک پاڼه او ټویټر اکونټ لیکلی دی. نوموړی تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال او د کابل د ګارنیزیون د ریس دنده ترسره کړې ده.

له هغه وروسته چې د پارلمان د غړو موټرونه یې تلاشي کړل او ځینې یې ودرل، د خبرو سر ټکی شو. ځینې سیاسونو له سپکاوي ورته د فلم هلک نوم ورکړ، چې وروسته پر دې نامه مشهور هم شو.

نوموړي یو مسلکي او هوښیار جنرال هم دی او د خلکو په زړونو کې بې حده ځای لري. که چیرې داسې لوړ پوړي کسان له دندو ځي، نو دولت باید پوښتنه پسې وکړي، تر څو لامل یې څرګند شي. 

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.