افغانستان

د عامې روغتیا وزارت د تحصیلي او ښوونیز بهیر اعلان شوی کرنتین دوې اونۍ نور هم وغځاوه

په شپاړلس ولایتونو کې کرنتین دوې اونۍ نور هم وغځیده. د عامې روغتیا د نوي پریکړې پر بنسیټ به په یادو ولایتونو کې له تحصیلي او ښوونیزو مرکزونو سربیره به د واده سالونونه، کلپونه، د لامبو حوضونه او نور تولنیز ځایونه رخصت وي. د عامې روغتیا وزارت یوه اونۍ مخکې: په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردګ، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، نیمروز او کندز ولایتونو کې ټول تحصیلي او ښوونیز مرکزونه د دوه اونیو لپاره رخصت اعلان کړل.

د عامې روغتیا د رسمي شمیرو له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۲۴ کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي او ۵۴ نور وژل شوي دي. د یاد وزارت د عمومي مالوماتو پر اساس ددې ناروغۍ له پیل تر اوسه له اتیازره ډیر کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او د ټولو وژل شویو کسانو شمیر دری زره دری سوه پنځه کسان دي.

په دې وروستیو کې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د سیمي او ګاونډ له هیوادونو د طبي مرستو عاجله غوښتنه کړې وه، چې په هغه کې د اکسیجن ډبې، د پروس وسایل او د انتقال وسایل شامل دي.

 

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.