افغانستان

په بدخشان ولایت کې د لاریونوالو او پولیسو تر منځ اخ او ډب رامنځته شوی دی

د بدخشان په ولایت کې د لاریون کوونکو او پولیسو تر منځ په اخ او ډب کې څلور کسان وژل شوي او تر څلویښتو ډیر کسان ټپیان شوي دي. دغه کسان نن د بدخشان مرکز فیض آباد ښار کې د ولایت مقام مخې ته را ټول شوي وو، چې وروسته یې لاریون پر تاوتریخوالي بدل شو.

لاریون وال له دې امله را ټول شوي وو، چې دولت د شورابک بند تر جوړیدلو وروسته نه پرانیزي، نا امني زیاته شوې ده او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي نه لري.

په لومړیو کې لاریون کوونکو پر پولیسو کاڼي ور وویشتل او ځینو موټرونو ته یې اور واچاوه. چې وروسته بیا پولیسو پر ځوابو ډزو لاس پورې کړ، چې مرګ او ژوبله یې را منځته کړه.

د شورابک بند څه وخت مخکې ترمیم شو، خو تر اوسه نه دی پرانستل شوی. دا بند یواځې د بریښنا د تولید لپاره جوړ شوی دی او د ځمکو د خړوبولو ظرفیت نه لري. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.