افغانستان

په افغانستان کې د بریتانوي جنګي تجهیزاتو سرنوشت

بریتانیا چې د ناټو تر چتر لاندې یې په افغانستان کې شل کاله ماموریت ترسره کړی دی اوس ویلي دي، چې راتلونکې میاشت به خپل ټول سرتیري وباسي. دوی ویلي دي: ډیر شمیر عسکر مو په ۲۰۱۴ کې بهر کړل، خو یواځې ۷۵۰ سرتیري پاتې وو، چې افغان سرتیرو ته یې روزنې او مشورې ورکولې.

دوی وایي په روانه شل کلنه جګړه کې یې ۳۱ میلیارده امریکایي ډالر لګولي دي. دوی همدا شان د خپلو جنګي تجهیزاتو پر اړه هم خپله وروستۍ پریکړه کړې ده. د بریتانیا د دفاع وزیر جیمز سټیفن ویلی دي، دوی به ټول جنګي تجهیزات په افغانستان کې له منځه یوسي.

څه وخت مخکې د افغانستان د ملي امنیت مشاور حمد الله محیب هم ویلي و، دوی د بهرنیو ځواکونو ګټورو تجهیزاتو ته اړتیا لري. دوی نه غواړي قول اردوګانې له کباړ ډکې کړي.

په اصل کې له بهرنیو ځواکونو سره ویره داده، چې هسې نه دا جنګي تجهیزات د مخالیفینو لاسونو ته ور نشي او په هغه صورت کې کیدای شي بیرته د دوی پر وړاندې وکارول شي. بهرنیو ځواکونو ویلي دوی ته لا هم ضمانت نه دی ورکړل شوی، چې دا تجهیزات به خوندي وي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.