افغانستان

چین له افغانستان سره د کرونا ضد واکسین مرسته کوي

راتلونکې پنج شنبه به له چین څخه ۷ سوه زره ډوزه د کرونا ضد واکسین هیواد ته را ورسیږي. دا خبره په چین کې د افغانستان سفیر جاوید قایم پرون پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلې ده.

نوموړي ویلي دي، چې یاد واکسین یکشنبه له چین را بار شوی دی او په راتلونکو درېیو ورځو کې به هیواد ته را ورسیږي.

له دې مخکې هم هند هیواد د کرونا ضد واکسینو ۵۰۰ زره ډوزه را استولي وو، چې تیره یکشنبه یې د تطبیق پروسه د نه شتون له امله ودریدله. دوی وعده وکړه، چې ډیر ژر به بیرته را پروسه شروع کړي.

اوس پوښتنه داده، چې د هغو کسانو سرنوشت به څه وي، چې اول ډوز یې کړی او دوهم ورته خلاص شوی دی؟ خو د عامې روغتیا وزارت وایي، د لومړي او دوهم ډوز تر منځ له ۴ تر ۱۶ اونۍ فاصله هم د واکسین اغیزمنتیا نشي زیانمولای.

دولت باید ژر تر ژره اول هغو کسانو ته اولیت ورکړي، چې اول ډوز یې تطبیق کړی دی او بیا له پرمختللیو هیوادو لکه امریکا، بریتانیا، چین، هند او روسیې څخه د نورو واکسینو مرستې تر لاسه کړي.

په دې وروستیو کې د کرونا ناروغۍ درېیمه څپه په ډیر شدت پر مخ ځي. دوی اونۍ مخکې د عامې روغتیا وزارت دغه اونۍ د کرونا د اوج ورځې یادې کړې وې. له همدې امله په ۱۶ ولایتونو کې ټول تحصیلي او ښوونیز مرکزونه رخصت اعلان شوي وو، خو په ډیری ولایتونو کې لاهم خصوصي ښوونځي نه دی رخصت شوي. د رسمي شمیرو له مخې پرون په ټول هیواد کې له دې ناروغۍ ۵۶ کسانو خپل ژوند له لاسه وکړ. 

 

..

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.