افغانستان

په هرات ولایت کې سږ کال ځمکنیو توتو حیرانوونکي حاصلات کړي دي

په هرات ولایت کې سږ کال ځمکنیو توتو حیرانوونکي حاصلات کړي دي. د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست سرپرست بشیر احمد حمدي رسنیو ته ولي دي: سږ کال یې پر ۱۰۰ جریبه ځمکه یاد توت کرلي دي او ۱۵۰ مټریک ټنه حاصلات یې ورکړي دي. نوموړي ویلي دي: سږني حاصلات تر تیر کال لس مټریک ټنه زیات شوي دي.

د هرات ولایت اقلیم د یادې میوې لپاره تر ټولو مناسب ګڼل شوي دي، نو ځکه د دغه میوې حاصلات په بې ساري ډول زیات شوي دي. اوس مهال په بازار کې د یادو توتو یو کیلو له ۲۰۰ تر ۲۵۰ افغانیو خرڅیږي.

یاد حاصلات له هرات سربیره ځینې سویلي او لویدیځو ولایتونو ته استول کیږي، چې ډیر مصرف کوونکی ولایتونه یې کندهار، غزني او فراه دي.

له هرات وروسته خلکو په کندهار او ننګرهار کې هم سږ کال کرونده ګرو ځمکني توت کرلي دي، چې ښه حاصلات یې هم ورکړي دي. ځمکني توت په لویه کچه ویټامینونه لري، چې تر ټولو زیات یې ویټامین سي دي.

که چیرې دولت په کروندیزه برخه کې بڼوال او ځمکوال حمایت کړي، دا به د هیواد له اقتصادي پیاوړتیا او پر ځان بساینې سره مرسته وکړي. له بلې خوا به بزګران د نیشه یې توکو له کرکیلې لاس واخلي.

 

..

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.