افغانستان

د وردګو ولایت د پوهنې رئیس او کارکونکو د یاد ولایت له نوي ګمارل شوي والي سره وکتل

پوهنې رئیس او پوهنې کارکونکو د وردګو  ولایت له نوي ګمارل شوي والي سره وکتل

پوهنې رئیس ښاغلي دوکتور محمد سعید منصور او پوهنې کارکونکو د وردګو له نوي معرفي شوي والي لونګ فیضان سره وکتل. پدې کتنه کې پوهنې ریاست مرستیالانو، د برنامو امرینو، عمومي مدیرانو، کارکوونکو او د مرکز میدان او نرخ پوهنې آمریتو مسؤلینو ګډون درلود.

د کتنې په پیل کې پوهنې رئیس منصور د پوهنې مسؤلینو په استازیتوب د وردګو والي ته د ښه راغلاست او مبارکی تر څنک پوهنې اړوند لنډ معلومات وړاندې کړل. پوهنه ئې د دولت ستره لاسته راوړنه وبلله له ښاغلي فیضان څخه ئې د پوهنې په برخه کې بشپړې مرستې او ملاتړ غوښتنه وکړه.

 د یاد ولایت والي د پوهنې رئیس او د پوهنې کارکونکو له کړنو ستاینه وکړه او په خپلو خبرو کې یې وویل چې یوازینئ ولایت وردګ دی چې ټول ښوونځي ئې پرانستي دي.

ژمنه ئې وکړه چې موږ تل د پوهنې په چوپړ کې یو، تر څو معارف غښتلی شي، وځلیږي، وده وکړي ځکه چې ټول علمي کادرونه د پوهنې محصول او لاسته راوړنه ده، نو باید پوهنې ته زیاته پاملرنه وشي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.