افغانستان

ملي امنیت ځواکونو په لویه پیمانه چاودیدونکي توکي نیولي دي

د هیواد ملي امنیت لوی ریاست کارکوونکي ادعا کړې ده، چې په ننګرهار ولایت کې یې د یوې سترې موټر بم چاودنې مخه نیولې ده. دغه مواد چې له لوګر څخه یاد ولایت ته انتقالیدل د ملي امنیت د ځواکونو لخوا ونیول شول.

ملي امنیت په خپله خبرپاڼه کې د یادو موادو د نوعیت پر اړه څه نه دي ویلي. خو ټول مواد ۱۳ زره کیلو ګرامه وو، چې د چاودنې پر مهال یې کولای شو، تر څو ۱۳ زره مترو پورې ساحې تخریب کړي.

تر اوسه کومې ډلې د یادو موادو د انتقال ادعا نه ده کړي. خو په دا وروستیو کې په هیواد کې د موټر بم بریدونو او جګړو میدان ګرم شوی دی. په تیرو څو ورځو کې په مختلفو ولایتونو کې بیلابیلې چاودنې وشوې، چې ډیری ملکي کسانو په کې ژوندونه له لاسه ورکړل. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.