افغانستان

د بهرنیو چارو وزیر له خپل تمرکن سیال سره لیدلي دي

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د ترکمنستاني سیال رشید میردوف سره په هرات ولایت کې ولیدل. دوی په یاده لیدنه کې د افغانستان- ترکمنستان تر منځ د اورګاډي د تګلارې د چټکو جوړولو پر اړه خبري اترې وکړې.

که څه هم دغه د یادې اورګادي د پټلۍ هوکړه لیک دوه کاله مخکې هغه وخت ترسره شو، کله چې د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزیر هرات ته راغلی وو.

که څه هم د یادې پروژې عملي کار نه دی شروع شوی، خو اوس پر دې بحث شوی دی، چې څه ډول دا کار په چټکۍ سره ترسره کړي.

له دې مخکې هم په وچه کې ایسار افغانستان چې تر اوسه د اورګاډي مکملې پټلۍ نه لري، دا ډول ځینې پروژې عملي کړي دي، چې خلک ورته ډیر هیله مند دي. خو پر دې برخه کې پانګونه کولای شي، له سوداګرو او اولس سره د تجارت په غوړولو کې مرسته وکړي.

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.