افغانستان

زلمي خلیلزاد یو ځل بیا له ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله سره د سولې او نورو مسایلو پر اړه خبرې کړي دي

نن د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استاذي زلمي خلیلزاد په دوو جلا-جلا ناستو کې له ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله سره لیدلي دي. له خلیلزاد سره په یاده ډله کې د ملي امنیت شورا، ملي دفاع وزارت، نړیوالې پراختیایي ادارې او ځینو نورو ادارو استاذي هم موجود وو. په هم مهاله توګه د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړی هیئت هم د قطر مرکز دوحې ته رسیدلی دی.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي دي، چې په یاده ناسته کې د افغان سولې سربیره، پر دوه اړخیزو سیاسي، دیپلوماتیکو، امنیتي، دفاعي او اقتصادي همکاریو هم بحث او نظرونه تبادله شوي دي. همدارنګه د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي دي: امریکایي پلاوي په کلني ډول د دری اعشاریه دری میلیارده امریکایي ډالرو کلنۍ مرستې یادونه هم کړې ده. له دې سربیره په یاده اعلامیه کې د تیرو شلو کالو لاسته راوړنې او د یو دیموکرات افغانستان پر ساتلو هم ټینګار شوی دی.

پر همدې ورځ له سپیدار څخه هم یوه اعلامیه خپره شوه. په هغه کې ویل شوي، چې دې زلمي خلیلزاد او ټیم یې له ډاکټر عبدالله سره هم لیدلي دي. دوی زیاتوي خلیلزاد له سیاسي او اقتصادي همکاریو سربیره پر سیاسي اجماع او د سیاسونو تر منځ پر یووالي هم ټینګار کړی دی.

ډاکټر عبدالله هم له دوی مننه کړې او د سولې په پروسه کې یې د امریکا رول مهم ګنلی دی. له دې مخکې  هم امریکا له مختلفو لارو پر افغان ښکیلو لارو فشار راوړه، تر څو خپلمنځي خبرو ته حاضر شي.

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.