افغانستان

د ستر امپراتور احمد شاه ابدالي د امپراتورۍ ۲۷۵یمه کلیزه نمانځل کیږي

د سیمې او ګاونډیو هیوادونو پر وړاندې د افغان دولت بهرنۍ پالیسي د ستایلو وړ ده. پر دې وروستیو کې د ولسمشر پر شمول لوړپوړو افغان چارواکو پر پاکستان توندې نیوکې وکړې او دوی ته یې ښکاره کړه، چې ستاسې پر هره دوکه او چل خبر یو.

اوس تازه د چارو اداري لوی ریس فضل محمود فضلي داسې خبره کړې ده، چې د ځینو ګاونډیو هیوادوالو به حتمن خوښه نشي، خو هیوادوال به هرکلی ورته وکړي.

نوموړی وایي: "د ستر امپراتور احمد شاه ابدالي د امپراتورۍ ۲۷۵یم کال نمانځو او د د دغې کم سارې امپراتورۍ پرتمینه علمي او فرهنګي نمانځه د ولسمشر له خوا منظور شوه نوموړي زیاته کړې چې احمد شاهي لرغونی بازار او د احمد شاه بابا کور به ورغول شي، د احمد شاهي عصر او امپراتورۍ هر اړخیزه څېړنه به پیل او په کتابي بڼه به چاپ شي. د هېواد په ټولو ولایاتو کې به ځانګړي سیمینارونه او کنفرانسونه ونیول شي. په ستر امپراتور احمد شاه ابدالي به ځانګړی فلم هم نندارې ته وړاندې شي او د مرکز په کچه به د ولسمشر په مشرۍ یو نړۍوال سیمینار جوړ شي."

داسې کړنې ګاونډيو هیوادونو ته انګیزه ورکوي، چې افغانانو لا هم خپله امپراتوري او د هغه حدود نه دي هیر کړي. پردې کړنو سره بیرته د لوی افغانستان د جوړیدلو هیلو ته ورسیږو. 

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.