افغانستان

د عامې روغتیا په وزارت کې نوي تغیرات رامنځته شول

د کرونا د دریمې څپې د شدت سره سم د عامې روغتیا وزارت لپاره دوه نوي مرستیالان معرفي شول.

د جمهوري ریاست د حکم پر اساس، ډاکتر محمد شفیق میرزا زاده د پالیسۍ او پلان مرستیال او ډاکتر وږمه سالمي د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري مرستیالې په توګه وټاکل شول.

دوی نن د جمهوري ریاست د چارو ادارې د عمومي رئیس ډاکتر فضل محمود فضلي؛ لخوا د عامې روغتیا وزارت ته ور وپیژندل شول.

ښاغلي فضلي د پخوانیو کارکوونکو کړنې وستایلي او نویو ته یې د بریا هیله وکړه.  له دې مخکې هم تیر کال کله چې کرونا تونده شوه، په عامه روغتیا وزارت کې د پام وړ تغیرات رامنځته شول. اوس بیا په ځینو ولایتونو کې د روغتیایي او په ځانګړي ډول د کرونا له روغتونونو شکایتونه زیات شوي دي. نو دولت ته په کار ده، تر څو په صحي برخه کې لازم اصلاحات را منځته کړي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.