افغانستان

عمران خان: د افغانستان په اړه مو پالیسي بدله شوې ده

عمران خان له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان له پخوانۍ پالیسي پرده پورته کړې ده.

عمران خان له رویټرز اژانس سره په مرکه کې وویل چې د پاکستان پخوانیو حکومتونو د افغانستان مسالې ته په بل نظر کتل: "د پاکستان پخوانی سیاست دا و چې دوی په افغانستان کې د هند له زیات نفوذه ویرېدل، نو د پاکستان ستراتیژیک عمق افغانستان و چې دوی د دښمن افغانستان او هند ترمنځ ساندویچ نه شي. دا د پخوانیو حکومتونو تګلاره وه. زما حکومت داسې احساسوي چې دا له وخته تېره شوې پالیسي ده، موږ په افغانستان کې ستراتیژیک عمق نه غواړو."

پر دې وروستیو کې پاکستان حکومت له هرې خوا له فشار سره مخامخ دی او له بل لوري یې په نړیوال سیاسیت کې خپل بارو له لاسه ورکړی دی. یوه بله مهمه خبره داده، چې اوس د افغانستان سیاسون د دوی ریښتیا خبره هم نشي منلای، ځکه دوی تل په خپلو وعدو کې پاتې راغلي دي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.