افغانستان

د کرونا له درېیمې څپې سره د مبارزي لپاره د کومک غږ

د افغانستان اسلامي جمهوریت د کرونا له دریمې څپې سره د مبارزې پر خاطر د سیمې له هیوادونو د عاجلې مرستې غوښتنه وکړه. دوی له یادو هیوادونو د اکسجن او ځینې نورو طبي وسایلو غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پرون جمعه په دغو هېوادونو کې له افغان سفیرانو او جنرال کونسلانو وغوښتل چې د روغتیایي ملاتړ د راجلبولو لپاره هڅې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، د همغږۍ په دې ناسته کې افغان ډيپلوماتانو ته دنده ورکړل شوه چې باید خپلو کوربه هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او کابل مېشتو بهرنیو سفیرانو سره په دې هدف تماسونه ونیسي او اړونده مرستې را جلب کړي.

په افغانستان کې د کرونا درېیمه څپه ګړندۍ روانه ده او چارواکو تایید کړې چې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې روغتونونه د اکسیجن له کمښت سره مخامخ دي.

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.