افغانستان

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر نن له نیول کیدلو سم دستي بیرته خوشی شوی دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر منظور احمد پښتین له نیول کیدلو سم دستي بیرته خوشی شوی دی. نوموړی نن سهار جمعه له خپلو دوو ملګرو ادریس پښتین او بلال پښتین سره یو ځای د پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې د پولیسو لخوا و نیول شو. تر اوسه دده د نیول کیدلو لامل نه دی څرګند شوی، خو وخت نا وخت د پاکستاني دولت لخوا ورباندې له قانون د سرغړونې تورونه پورې کیږي.

د هغه د خوشي کیدلو خبر دده پر فیسبوک پاڼه خپور شوی دی: «د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین او زموږ نور ملګري ادریس پښتین، بلال پښتون، او زوهیب پښتین د کوهاټ پولیسو لخوا را خوشي کړل شوي دي. زموږ مبارزه به دوام داره وي».

دوی د بنو جانیخیل سیمې لاریون ته روان وو. دغه لاریون تیرکال مارچ میاشت کې هغه وخت پیل شو  کله چې پاکستاني پولیسو هلته څلور ځوانان شهیدان کړل. وروسته بیا دغه لاریون پر پرلټ بدل شو. له خبرو وروسته د مارچ پر ۲۹ پرلټ پای ته ورسید، خو وروسته دولت یواځې یادو کورنیو ته مالي مرسته ورکړه، خو وژنې یې جاري ساتلې دي.

د مقبوظه پښتونخوا په زیاترو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو لخوا وخت نا وخت ځوانان پر مختلفو نومونو وژل او ترور کیږي. که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ پردې برخه کې زیات کار کړی دی، خو بیا هم ډیر کار ته اړتیا شته. 

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.