افغانستان

په دې وروستیو کې د نیشه یي توکو د نیولو عملیات زیات شوي دي

د نیشه یي توکو سره د مبارزې معینیت د رسنیو دفتر رسنیو ته ویلي دي: پولیسو د ننګرهار په ولایت کې د څلورو بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې ۸۵ کیلو ګرامه چرس، دری نیم کیلو ګرامه هیروئین، ښیښه او کا ګولۍ نیولي دي.

ددغو موادو د انتقال او کار بار پر تور څلور کسان نیول شوي دي، عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شوي دي.

په یو بل خبر کې ویل شوي دي، چې د کابل په ښار کې د شرابو جوړولو یوه فابریکه د پولیسو لخوا تر تشخیص وروسته ویجاړه شوې ده. دوی په دغه کارخونه کې ۲۰۰ لیټره نیشه یې توکي له منځه وړي دي.

دغه عملیات د کابل په لسمه ناحیه کې له نیشه یې توکو سره د مبارزې پولیسو لخوا ترسره شوه، چې په پایله کې یې ۱۸۰ لیټره خوسا شوي کشمش، لس لیټره شراب او نور توکي هم نیولي دي. پر دې تور یې یو کس هم نیول دی، چې عدلي او قضایي ادارو ته به معرفي شي.

په یو بل خبر کې بیا په پنجشیر ولایت کې ۵۰ کیلو ګرامه چرس د انتقال پر مهال نیول شوي دي. دغه مواد په باروړونکي موټر کې پر ډیر مهارت ځای پر ځای شوي وو، چې د عملیاتو پر مهال په خنج ولسوالۍ کې د تلاشي پر مهال کشف او ونیول شول.

پردې برخه کې یو بل خبر دادی، چې د هرات په انجیل ولسوالۍ کې هم د نیشه ګولیو یوه کارخونه تر نیول کیدلو وروسته ویجاړه شوې ده. دوی به یادې ګولۍ په هرات ښار او ګاونډیو ولایتونو کې پر معتادینو خرڅول. د یادې کارخونې پر تور یې مالک تر نیول کیدلو وروسته عدلي ادارې ته سپارل شوی دی.

په دې وروستیو کې دولت د نیشه یې توکو پر وړاندې جدي پالیسي خپله کړې ده، ځکه د یادو موادو زیاتره ګټه د قاچاق وړونکو او ورانکارو جیبونو ته ځي، چې بیرته جنګي توکي پر رانیول کیږي او جنګ تازه ساتل کیږي.

 

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.