افغانستان

د ګرځندویانو لپاره له نورستان وروسته یوولس نورې سیمې هم خوندي وبلل شوې

 له نورستان وروسته یوولس نورې سیمې هم د خوندي طبیعي هغو په لیست کې شاملې شوې. د دغه سیمو اسناد پرون د چاپیریال ساتنې ملې ادارې د ریس شازمان میوندي لخوا لاسلیک شو.

په یادو سیمو کې د پکتيا منډهیر، د خوست ادمامد، د لوګر د ازرې طبيعي ځنګلونه، د فاریاب ګرزيوان، د سمنګان کول بست او کول رحمت، د وردګو د شاه فولادي غره دويمه برخه، د ننګرهار دره نور، د لغمان د دولت شاه طبيعي ځنګلونه، د کاپيسا رېګ روان، د کونړ شمندوک او د دايکندي شهرستان په دغو خوندي شویو سيمو کې شامل دي.

له دې مخکې نورستان ولایت د ملي پارک او خوندي سیمې په شکل ښودل شوی وو، چې سږ کال په اختر کې په زرګونه سیلانیان ورغلل. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ویلي وو: سږ کال دغه ولایت ته د ګرځندویانو شمیر زیات شوی دی او ډیری پانګوال غواړي په یاد ولایت کې پانګونه وکړي.

د دا ډول سیمو د امنیت ساتل ددې لامل کیدلای شي، چې دولت ته زیات عایدات او خلکو ته د کار زمینه مساعده شي. له دې مخکې ډیری خلک پنجشیر، او شمالي ته د منځرې لپاره تلل. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.