افغانستان

پرون په وردګو ولایت کې د مڼې ګل نولسمه دودیزه مشاعره ترسره شوه

پرون د مڼې ګل نولسمه کلنۍ دودیزه مشاعره چې سولې ته ځانګړې شوې وه په یو لړ ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شوه.

د وردګو ولایت د سیمه یزو چارواکو، ولایتي شورا غړو، ادارو رییسانو، شاعرانو، ادیبانو، فرهنګیانو، ژورنالیستانو او ځوانانو د مڼې ګل نولسمه دودیزه مشاعره چې سولې ته ځانګړې شوې وه په ځانګړو مراسمو سره ونمانځله.

یاده مشاعره د والي عبدالرحمن طارق، د ولایتي شورا رییس اختر محمد طاهري، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس بشیر محمدي په ویناوو  پیل شوه. ویناوالو راغلو شاعرانو، فرهنګیانو، د شعر او ادب مینه والو ته ښه راغلاست وویل د ولایت والي ښاغلي طارق د مشاعرې له ګډونوالو وغوښتل: د قلم، کتاب او شعر له لارې د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي، د خپلې شاعرۍ او لیکوالۍ له لارې  په هېواد کې د جنګ روحیه نور په سوله، مینه، ورورولۍ او بیا رغونه بدله کړي. نوموړي همدا شان له شاعرانو هیله وکړه چې په خپلو شعرونو کې د سولې او د هېواد ابادۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د مڼې ګل په نولسمه دودیزه مشاعره کې یو شمېر شاعرانو د مڼې ګل دویزې مشاعرې ته خپل شعرونه ځانګړي کړي ؤ، چې ځینو شاعرانو بیا په خپلو نظمونو او شعرونو کې د  هېواد پالنې، سولې او ورورولۍ پیغامونو ته  ځای ور کړی و. 


د وردګو ولایت د رسنیو مرکز

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.