افغانستان

په وردګو ولایت کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په وردګو ولایت کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. یاده ښوونځۍ د وردګو ولایت د چک ولسوالي  په دربند کلي کې د ۴.۸میلونه افغانیو په لګښت د شهید حضرت ګل، نجونو او هلکانو لومړني ښوونځي ودانۍ د رغولو چارې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د ولسي تړون ملي پروګرام د اقراء برنامې تر چتر لاندې د یو کال په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد ښوونځی شپږ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، درې غرفې تشنابونه او یوه حلقه د څښاک د اوبو څاه لري. چې په راتلونکي کې به د یادې سیمې د ٣٠٠ په شا او خوا کې زده کوونکي لپاره د یوه معیاري او مناسب زده کړییز چاپیریال له شتون څخه برخمن شي.

د یاد ښوونځي په جوړېدو سره پوهنې رئیس ښاغلي ډاکټر محمد سعید منصور زیاته خوښي څرګنده کړه او د سیمې له خلکو ئې غو ښتنه وکړه چې په ساتلو کې یې پوره پاملرنه وکړي.

د راپور را استوونکی: محمدجاوید امرخیل 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.