افغانستان

یو بریتانوي کس په کابل کې د الکولي مشروباتو د پلور پر تور مجرم شمیرل شوی دی

په کابل ښار کې یو بریتانوي کس د شرابو پلورلو پر تور مجرم شمیرل شوی دی. د سترې محکمې ویاند عبدالفهیم قویم رسنیو ته ویلي دي: سترې محکمې د بریتانیا یو کس اوسیدونکی د شرابو پلورلو پر تور پر پنځه کال او څلور میاشتو بند محکوم کړی دی.

د یاد کس په اړه نور مالومات نه دی ورکړل شوي، خو د محکمې دا پریکړه لومړنۍ ده او نوموړی کولای شي، تر شلو ورځو د استناف غوښتنه وکړي.

د افغانستان د اساسي قانون پر بنسیټ د شرابو پلور، پیر، تولید، انتقال او استعمال جرم بلل کیږي. تر دې مخکې هم ډیری بهرنۍ او کورنۍ وګړي د شرابو په کاربار کې ښکیل بلل شوي دي، خو بیا تر محکمې مخکې زور واکو را خلاص کړي دي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.