افغانستان

د افغانستان فوټبال لوبډله نن له بنګلدیش سره په دوحه کې لوبه کوي

ټاکل شوې ده نن د افغانستان او بنګلدیش فوټبال ټیمونو تر منځ د قطر هیواد مرکز دوحه کې لوبه وشي. دغه لوبې د ۲۰۲۲ نړیوال جام او ۲۰۲۳ اسیا کپ ته د غوراوي لپاره ترسره کیږي.

د فوټبال د نړیوالې شورا په درجه بندي کې افغان تر یاد هیواد ۳۵ درجې لوړ دی. په دغه ګروپ کې عمان، هند او قطر هم شتون لري. افغانستان په دغه درجه بندۍ کې ۱۴۹ رده کې دی او تر هغه لوړ بیا قطر دی، خو بنګلدیش بیا په دې درجه بندي کې ۱۸۴ ام ځای لري.

تر ټولو مخکې قطر دی، بیا عمان دی، ورپسې افغان په دریم ځای کې دی. د نن لوبه د ټیم لپاره ډیره مهمه ده، که دغه لوبه وبایلي، نو طبعن به د لوبغاړو په مورال او د ټیم په نمرو کې کموالی راځي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.