افغانستان

په هیواد کې د غنمو، وریجو، سبزیجاتو او میوو حاصلات زیات شوي دي

د کرهڼې وزارت: د غنمو، وریجو، سبزیجاتو او میوو حاصلات زیات شوي دي

د کرهڼې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزیر انور الحق احدي چې ولس ته د ځواب ورکولو په پروګرام کې یې خبرې کولې ویلي دي: په ۱۳۹۹ لمریز لیږدیز کال کې د غنمو حاصلات ۵.۷ سلنه، وریجې ۱۵ سلنه، سبزیجات او میوه جات هم له ۱۵ تر ۲۰ سلنه زیات شوي دي.

همدارنګه نوموړي زیاته کړه: د هیواد په بیلا بیلو برخو کې ۹۷ زره هکتازه ځمکه خړوبه شوې ده، چې د تیر کال پر مقایسه ۲.۵ سلنه زیاتوالی یی کړی دی.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.