هڅونه

دغه اووه کړنې مو جذاب او مينه ناک ښکاره کوي!

هر څوک غواړي، چې جذاب او مینه ناک ښکاره شي، خو دا چې څه ډول کولای شو، ځانونه جذاب ښکاره کړو، نو لاندې څو ټکي په پام کې ونیسئ او په ژوند کې یې عملي کړئ. 

۱.  نورو ته احساس ورکړئ چې تاسې ته ځانګړی ارزښت لري، که څوک کار په ښه ډول ترسره کوي و يې ستايئ، ريښتيني و اوسېږئ، او څوک چې غواړي يو څه درته ووايي خبرو ته يې پوره غوږ ونيسئ، سترګو ته يې و ګورئ او فزيکي اړيکه ورسره ټينګه کړئ. مثلاً: په غېږ کې يې ونيسئ او مينه پاش کړئ.

 

۲.  ټوله پاملرنه ملګرو او درسره ناستو کسانو ته واړوئ، کله چې مجلس يا کورته ننوزئ په موبايل کې ګوتې مه وهئ. بلکې جسما او روحا په هماغه ځای کې و اوسېږئ. موبايل او انټرنېټ مو که له يوې خوا له لرې ملګرو سره نږدې کوي بلخوا مو له نږدې کسانو لرې کولی شي. د ملګرو په مخ کې موبايل کې ګوتې وهل مو د جذب قدرت نيمګړی کوي.

 

۳. هغوی چې په غونډو او مجلسونو کې په لغاتو غږيږي يانې خپلو خبرو کې د دې لپاره چې خلکو ته لا زيات پوه مالوم شي سخت او نا آشنا لغات کاروي خبرې يې ستومانه کوونکې وي. له دغسې خبرو تېر شئ دا سې څه وواياست چې ستاسې د مخاطب تر سويي لوړ نه وي او هغوی ستاسې په پيغام او خبرو پوی شي.  اغېز لرونکي خلک د سختو کليمو او لغاتو پر ځای له عام فهمه لغاتو زياته ګټه اخلي.

 

۴.  ګنګس ګنګس مه کيږئ، بيداره او ويښ و اوسېږئ، منفي افکار وشړئ او ځای يې مثبت هغو ته ورکړئ. په ياد ولرئ چې غوصې او تروش تندی د هېچا نه خوښيږي.

 

۵.  کبر او غرور به هېڅ وخت دوستان درته پيدا نه کړي، برعکس کله چې له نورو سره ځان يو شان ګڼئ په زړونو کې يې ځای پيدا کولی شئ. خپلې نيمګړتياوې و منئ، کله چې څوک په مخه درځي موسکا وکړئ، نه يوازې په شونډو بلکې په سترګو هم ځکه سترګې د اړيکو د جوړولو غوره وسيلې دي. له مينې او صميميت ډک چلند وکړئ. په نفس باور ولرئ او يوازې خپل حق و غواړئ.

 

۶.  هغوی چې خپل احساسات په ريښتنې توګه بيانوي يانې د زړه خبرې کوي، کولی شي چې نور جذب کړي. هغوی چې ځان ښودنه کوي او يا د خلکو د توجه جلبولو لپاره باټې ولي په زړونو کې ځای نشي موندی.

 

۷.  ارواپوهان پدې اند دي چې که دوه کسان له يو بل سره خبرې کوي او په زغم او حوصله يو بل ته ځواب ورکوي يو بل ښه جذبولی شي. کله چې څوک درته غږيږي که يې خبره د منلو هم نه وي د رد ځواب ورکول ستاسې د منفي شخصيت ښکارندويي کوي، بهتر ده چې د نه منلو خبره په جدي انداز و نه شي. دغه راز مسکا وکړئ څومره چې ستاسې په شونډو خندا وي په هماغه اندازه مو څهره جذابه ښکاريږي. 

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

ډاکټر عثمان رحیمي

ډاکټر عثمان رحیمي تکړه ژورنالیست، لیکوال، او ژباړن دی، چې لیکنې یې لوستونکو ته ډیرې ګټوري دي.