خوب

په خوب کې د وینې لیدل څه تعبیر لري؟

په خوب کې د وینې لیدل د څه شي نخښه ده؟ د خوب تعبیر هغه جریان دی، چې په هغه کې د لیدل شوي خوب مانا را ایستل کیږي. تاسې کولای شئ، د خوب اړوند تعبیر په Afghan Progress ویب پاڼه کې لولئ، که مو مالومات خوښ شول، نو له ملګرو سره یې هم شریک کړئ.

په خوب کې هر ځای وینې لیدل، یا هم د وینو ډکې صحنې لیدل، جرم، د وینو بهیدل په شاوخوا او ستاسې پر بدن باندې پر دې مانا ده، چې په احساسي لحاظ ناراضه یاست او یا هم پر تنګ راغلي یاست. کیدای شي، پر خپلو منفي افکارو غلبه پیدا کړئ، کوم چې ستا په خوب کې ښکاره کیږي. که تاسې په دوامداره توګه دا ډول ځوروونکي خوبونه وینئ، نو لازمه ده، چې خپل منفي افکار مدیریت کړئ، تر څو د منفي فکرونو له مشکلاتو خلاص شئ. شا وخوا پر وینو لړلې ددې مانا لري، چې ستاسې په ګاونډ کې ځینې داسې تهدیدونه دي، چې تاسې له هغه ناخیره یاست.

د حیض د وینې لیدل د قدرت په مانا دی. په خوب کې د حیض د وینې لیدل ددې مانا لري، چې ستاسې په ژوند کې شته ستونزې به ژر حل شي او یو هوسا ژوند به ولرې. دا خوب د هغه آرامۍ په مانا دی، چې په نږدې راتلونکي کې راځي. یا هم کیدای شي، د ښځینه ذات د څپلو په مانا سره وي. دا چې حیض په څرخیدونکي ډول دي، نو که یو څوک خوب ویني، چې د حیض وینې څښي، نو ددې خوب مانا ده، چې په یوه څرخیدونکې کړۍ کې ښکیل یې چې باید ځان ور څخه را خلاص کړې.

پر لاسونو باندې وینې ددې مانا لري، چې د ګناه پر احساس مو غلبه پیدا کړې ده او همدغه کار ستاسې په خوب کې منعکس شوی دی. خپلو وروستیو کړنو او مصروفیتونو ته فکر وکړئ. آیا تاسې یو څوک ځورولي دي، یا مو هم داسې یو کار کړی دی، چې ورباندې پښیمانه شوي یاست؟ په خوب کې ستاسې پر لاسونو د ونیو لیدل ددې پیغام درکوي، او کومک درسره کوي، چې په ځان کې د ګناه حس آرام کړئ.

که مو خوب ولیده، چې زخمي شوي یاست او وینې مو له بدن رواني دي، نو ددې خوب مانا داده، چې تاسې په ژوند کې ستړي او خسته یاست. دا کیدای شي، بدني او عشقي ستړیا ښکاره کړي. کیدای شي، په داسې چاپیریال کې ښکیل یاست، چې اوس مهال د هغه د حل توان نه لرئ او په پایله کې ستاسې انرژي ضایع کیږي. د هغو خلکو په اړه فکر وکړئ، چې ستاسې پر ګاونډ شتون لري. له بدن څخه وینه تلل په دې مانا دي، چې تاسې پر تاسې فشار راوړي او له احساسي لحاظه ستړي او بې انرژي شوي یاست. په خوب کې د وینې لیدل، ددې ښکارندویي کوي، چې ستاسې پر شاوخوا دوستان، د کورنۍ غړي او د ژوند شریک شتون لري.

په خوب کې د وینې ورکول په ټوله کې مثبته مانا لري، چې د اندیښنو په خاطر یې انرژي ضایع کوي. که مو په خوب کې وینه ساتلي وي، نو پر دې مانا ده، چې د بې ګټې شیانو په اړه هڅه کوې او خپله انرژي له منځه وړئ.

د خوب تعبیر د منوچهری مطیعي له نظره: کله چې په خوب کې وینې وینئ، نو ددې خوب مانا پوره تشریح ته په کتلو سره پر ګناه د اوښتلو یا لړلو په مانا دی، خصوصأ کله چې زموږ لاس، پښې او کالي مو پر لړلي وي. که چیرې تاسې خوب وینئ، چې له خولې یا هم له غاښونو مو وینې ځي، نو ددې خوب تعبیر دادی، چې تاسې د خپلې کورنۍ د غړو، اولاد یا هم میرمنې لخوا ستړې کیږئ. له پزې وینې تلل، له ټولنیز لحاظه د اخته کیدلو په مانا ده. په ځانګړي ډول زموږ شخصیت او عزت له خطر سره مخامخ کیږي. له بدن څخه د وینې تلل د غم په مانا دي. که مو له سترګو وینې تللې یا مو هم په سترګو کې د وینې نم وي، نو له اولادونو ستړیا او خپګان درته رسیږي. که مو په جنګ کې له بدن څخه وینې بهیدلې، نو خلک به زموږ په اړه بدې خبرې وکړي، بدنام کیږو او تهمت را باندې کیږي. که یې خوب ولیده، چې له بدن څخه یې وینې بهیږي، نو په یوه غم او غوسه کې به ښکیل شئ. په ټوله کې په خوب کې د وینې لیدل د اخته کیدلو په مانا دی، خو حالاتو ته په کتلو سره تعبیر کیږي.

د ابن سیرین له نظره په خوب کې د وینې لیدل: کله چې بیله ټپه ستاسې له بدن څخه وینه بهیږي، نو که رشوت خور یې، نو بیا به رشوت وخورې. که په خوب کې د یو چا پر بدن باندې ټپونه وي او له هغه څخه وینه بهیږي، نو ددې خوب تعبیر دی غم . که یې خوب ولیده، چې یو چا پر توره وواهه او وینه ورڅخه روانه شوه، نو د خلکو ژبې به پسې را خلاصې شي او دی به ګټه ورڅخه وکړي. که د یو چا له زخم څخه وینه ولاړه او کالي یې ولړل، نو له حرامې لارې پیسې تر لاسه کوي.

د کرماني له نظره په خوب کې د وینو لیدلو تعبیر: که مو خوب لیده، چې وینې څښئ، نو حرام مال خورئ یا هم ناحق وینه بهوئ. که د یو چا له اندامونو څخه یو پرې کړې او وینې ورڅخه ولاړې شي، نو وهونکی به پر سفر ولاړ شي. که د یو چا په بدن کې سوری وي، له هغه څخه وینې بهیږي او کالي یې لړلي وي، په همغه اندازه به حرام مال تر لاسه کړي. که یو چا خوب ولیده، چې له تازه زخم څخه یې وینې نه ځي، نو ددې خوب مانا داده، چې هغه ته به مالي زیان ورسیږي، یا به یو څوک هغه ته سختې خبرې وکړي، چې هغه ته به ورباندې اجر وي، ځکه وینه بهیدل د ګناه تعبیر دی. که د یو چا له مقعد څخه وینه ولاړه نو د همغه وینې په اندازه حرام مال به تر لاسه کړي. که د یو چا له غاښونو څخه وینه ولاړه نو له خپلوانو به ورته غم ورسیږي.

د مغربي له نظره په خوب کې د وینې لیدل: که یو چا خوب ولیده، چې په وینو کې پروت دی، نو په ناحقه وینو کې به اخته شي. که په یوه کوڅه کې وینې بهیږي، نو ددې خوب مانا ده، چې په هغه سیمه او وخت کې به جګړه پیښه شي.

د آنلي بیټون له نظره په خوب کې د وینې تعبیر: په خوب کې د وینې لیدل، ددې ښکارندوی دی، چې له ناخوښو ملګرو څخه لیرې و اوسیږئ. پر لاسونو باندې وینې لیدل، ددې مانا ورکوي، که تاسې د خپلو کړنو پر اړه محتاط نه یاست، نو ژر به په مشکل کې اخته شئ.

د کارل ګوستاویونګ له نظره په خوب کې د وینې لیدلو تعبیر: په خوب کې د وینې لیدل، د ژوند، عشق، علاقې او ناهیلۍ په مانا دی. که تاسې په خوب کې کومه کلیمه وینئ، چې پر وینو لیکل شوې ده، نو هغه کلیمه ستاسې په ژوند کې نه بدلیدونکې ده.

که یو بل شي پر وینو لیکل شوي وي، نو ددې ښکارندوی دی، چې تاسې ټوله انرژي په یوه پروژه لګوئ. تاسې پر یوه کار ټوله انرژي لګوي او نه غواړئ، چې تسلیم شئ. که تاسې ولیده، چې پر دیوال وینې دي، نو دا خوب یو خبرداری دی. یو داسې حالت دی، چې تاسې اړتیا لرئ له هغه سره مخامخ شئ. تاسې نشئ کولای نور له هغې لیرې شئ. خو که دغه وینې د تشناب پر دیوال وي، نو له کوم حالت سره چې مخامخ کیږئ، هغه به ډیر حساس وي. کله چې له تاسې وینې بهیږي، نو دا خوب ددې ښکارندوی دی، چې تاسې له ډیرې ستړیا څخه ځوریږئ یا هم له حسي لحاظه خالي یاست. کیدای شي، د تاسې او کورنۍ تر منځ مو د شخړې ښکارندوی وي. ستاسې ځینې پخوانۍکړنې هم بیرته تاسې ته را ګرځي.

خصوصأ ښځې د حیض، نفاس یا هم اومیندوارۍ پر مهال د وینو د بهیدلو خوبونه ویني. د اومیندوارې ښځې لپاره د وینې لیدل د ژوند د بار په مانا ده، چې پورته کوي یي. ددې خوب مانا داده، چې کارونه په آرامه توګه مخته یوسو، نو پایله به یې ښه وي. د نورو خلکو د وینو بهیدل ددې ښکارندوی دی، چې تاسې د کومک لپاره نارې وهئ. کله چې په خوب کې وینې څښئ، نو ددې خوب مانا داده، چې ستاسې له قدرت، ځوانۍ او تازه ګۍ څخه کمیږي. یا هم د وینې څښل د انرژي بیځایه ضایع کولو په مانا دی. تاسې پر داسې کړنو وخت ضایع کوئ، چې د هغه پایله برعکس ده. کله چې تاسې وینه یو چا ته ورکوئ، نو ددې خوب مانا داده، چې تاسې له فزیکي لحاظه د اندیښتې په واسطه خپل احساس زیانمنوئ. که خوب ووینئ، چې هر ځای وینو پوښلی دی، نو ددې خوب مانا ده، د ژورې احساسي اندیښنې تجربه کول. تاسې په واقعي ډول پټاویږئ. په زخم باندې پرڼ وینې دریدل د صحت په مانا دي. که د زخم تداوې کوې، نو په یوه شفافه پروسه کې ګډون کوې. تاسې اړتیا لري، چې ځینې شیانو ته اجازه ورکړئ، تر څو خپل طبیعي جریان طی کړي. د وینې بیا ترزیق کول ددې ښکارندوی دی، چې تاسې دوهم ځلي انرژي واخلي او بیا ژوندي شئ. کیدای شي، تاسې هیله ونلرئ، نو په ژوند کې یوې نوې انګیزې ته اړتیا لرئ.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.