خوب

په خوب کې د لوڅوالي یا بربنډتوب تعبیر څه دی؟

 په خوب کې لوڅوالی د څه شي نخښه ده؟ د خوب تعبیر هغه جریان ته وایي، چې په هغه کې د لیدل شوي خوب تعبیر را ایستل کیږي. تاسې دغه تعبیري مقاله له Afghan progress ویبپاڼې څخه تر لاسه کوئ، که مو لیکنه خوښه شوه، له نورو ملګرو سره یې هم شریکه کړئ.

په خوب کې خپل ځان لوڅ لیدل هغه تجربه ده، چې تقریبأ هر چا یو ځل حتمن لیدلې ده. که څه هم د دا ډول خوب لیدل د خوب لیدونکي لپاره په هغه وخت کې د شرم لامل کیږي او خلک ورباندې خاندي. دی کیدای شي، د ځان د پټولو هڅه هم وکړي، خو په دې کار کې دی هیڅ رول نه لري. خو د دا ډول خوب لیدل پر دې مانا دي، چې تاسې به یو نوي کاري مسولیت یا هم ټولنیز رول ته داخل شئ. د خوب تعبیر کوونکي ټول پر دې نظر دي، چې د دا ډول خوب لیدل د سټریس یا د ځان په خطر کې لیدلو په مانا دی. د ډیری خوب تعبیرونکو له نظره دا خوب هغه څوک ویني، چې یا کاري پرمختګ کوي یا هم یوه نوي کاري مسولیت ته داخل شي، دا ډول خوبونه ویني. یا هم ځینې کسان پلان ولري، چې په عامه ځایونو کې ځینې کړنې ترسره کړي په خوب کې له دا ډول خوبونو سره مخامخ کیږي.

ځان لوڅ په خوب لیدل: که مو خوب ولیده، چې لوڅ یاست، نو دا ستاسې لپاره یو اخطار دی. ستاسې رازونه د خپریدلو په حال کې دي. تاسې باید متوجې اوسې، چې هر چا ته د زړه خبره ونه کړئ. چا ته د ژوند پټې خبرې مه کوئ. ځینې خلک کیدای شي، د دې مالوماتو څخه ستاسې پر ضد کار واخلي.

د نورو خلکو لوڅ لیدل: که مو خوب ولیده، چې نور خلک لوڅ دي، البته پردې شرط چې ته هغوی وپیژنې، یو ډول اخطار دی. دا پر دې مانا چې د ژوند په چاپیریال کې باید ځینو خلکو ته متوجې اوسې. په ژوند د ځینو شیانو او کړنو په اړه هوښیار اوسې. ځکه چې دا کار تاسې ته خوشحالي درکولای شي. شیان او یا خلک چې تاسې هغوی له پامه غورځولي دي، بیرته مهم وبوله، او هغوی ته پام وکړه. له بل پلوه د ژوند ټولو چارو ته متوجې اوسه، ځکه چې دا کار تاسې له خپګان او جګرخوني ساتي. هغه شیان او خلک چې ته پام نه ورته کوي، هغوی ته پام وکړه، له دې مخکې چې درڅخه ولاړ شي او تاسې یواځې پریږدي. که مو خوب ولیده، چې حساس بدن مو لوڅ دی، او خلک ورته ګوري، نو ستاسې راز افشا کیږي. خو که مو خپل عورت پټ کړ، نو بیا به مو راز خپور نه شي.

همدارنګه ویل کیږي: که ستاسې عورت لوڅ وو او هغه مو ژر پټ کړ، نو که ناروغ وې صحت به پیدا کړې، که ګناهګار وې نو پرهیزګار به شي او که په ویره کې وې، نو ډاډه به شې.

که مو خوب ولیده، چې ستاسې میرمن لوڅه ده، نو ددې خوب مانا داده، چې ستاسې کورنۍ ستاسې پر میرمن پسې خبرې کوي.

په خوب کې د لوڅوالي تعبیر د امام جعفر صادق له نظره: ښه سړي ته خپل لوڅ بدن په خوب کې لیدل نیکي ده او بد سړي ته رسوایي ده. که مو خوب ولیده، چې لوڅ او ناروغه یې نو ژر به له دنیا ولاړ شې. لکه چې په قرانکریم کې راغلي دي: وَلَقَدْ جِئْتُمُونَا فُرَادَى كَمَا خَلَقْنَاكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ. ژباړه: لکه څرنګه چې ما تاسې یو یو اول پیدا کړي یاست، بیرته به ماته راځئ. (سورت انعام – ۹۴ آیت).

د یوسف نبي له نظره په خوب کې لوڅوالی: په خوب کې د ځان لوڅ لیدل به نوموړی کس په خلکو کې د عزت خاوند شي. غمونه به یې له منځه ولاړ شي او خپلې هیلې ته به ورسیږي.

د ابراهیم کرماني له نظره په خوب کې د لوڅوالي مانا: که مو په خوب کې ولیده، چې جنوب او لوڅ یې، نو په کارونو کې به ستړی، وارخطا او عاجزۍ شې. که مو خوب ولیده، چې لوڅ یې او پر دنیا پسې ګرځې نو ددې خوب مانا ده غم. خو که د ناروغۍ له امله لوڅ شوی وو، نو دا تعبیر لري، چې له دنیا به رحلت وکړي.

د جابر مغربي له نظره په خوب کې لوڅوالی: په خوب کې د عورت لوڅوالی رسوایي، سختي او تکلیف دی، خو که یې عورت پوښلی وي، نو د ښه سړي لپاره ښه تعبیر لري او د بد سړي لپاره بیا سمه مانا نه لري.

د محمد بن سیرین له نظره په خوب کې لوڅوالی: که مو خوب لیده، چې ځان مو لوڅ وي او له خلکو څخه شرمیږئ، نو ژر به د بیت الله شریفې د سفر پریکړه وکړئ. که تاسې ښه سړی یاست او دا ډول خوب ووینئ، نو ستاسې ټولې ګناه ګانې بخښل کیږي، او که نیک کاره نه اوسې، نو ددې  خوب مانا سمه نه ده.

د مطیعي له نظره د لوڅوالي تعبیر: په خوب کې لوڅوالي ددې مانا لري، چې د خوب د لیدونکې  پټ رازونه ښکاره کیږي. که یو څوک خپل خپلوان په لوڅ حالت کې وویني، نو د خلکو لخوا به  هغسې ولیدل شي، لکه په خوب کې. که مو خوب لیده، چې لوڅ یو خو ستر عورت مو پوښلی دی، نو د داسې شي په اړه اندیښنه کوو، چې پاشل یې رسوایي نه پیښوي. که لوڅ وو او کالي مو واغوستل، نو له زیان څخه په امان کې کیږو. که مو لوڅ وو او بل څوک موږ ته کالي را واغوندي، نو د هغه کس پر مرسته به له رسوایي څخه وژغورل شو. د بل چا لوڅ لیدل، د نورو خلکو د پټو شخصیتونو ښکارندویي کوي. په خوب کې لوڅوالي دیته وایي: موږ خپله داسې یو کار وکړو، چې د نورو خلکو ژبو ته ولویږو او پر موږ پسې بدې خبرې وکړي.

د کارل ګوستاولوبونګ له نظره په خوب کې لوڅوالی: کله چې تاسې پر خپل ورځني ژوند کې ښوونځي ته ځي، بس ته منتظر یاست، بازار ته په سودا پسې ځئ، قدم وهئ یو دم متوجې کیږئ، چې پرتوګ مو هیر شوی دی یا بیخې لوڅ یاست. دا ستاسې لپاره یو اخطار دی، خو دا ډول خوب یو عادي یو دی. په خوب کې لوڅوالی د څو شیانو سمبولونه دي، چې د واقعي ژوند سره اړیکه لري.

په خوب کې لوڅوالی د زیان لیدلو په مانا دي: کله چې تاسې کالي نه لرئ، نو تاسې د ډیر زیان سره مخامخ کیدلای شئ. دا هغه څه نه دي، چې تاسې یې بند کړئ. نو په خوب کې د دا ډول خوب لیدل، کیدای شي، د نورو د بې وفایي یا هم له ځانه د ساتلو له پامه ایستل وي. یا هم کیدای شي، تاسې پر چا مین اوسئ او د هغه له خوا رد شئ.

لوڅوالی له افشاه کیدلو څخه ویره ده: کله چې تاسې خوب وینئ، چې یو ځای لوڅ یاست. دا ددې تعبیر ورکوي، چې تاسې له دې ویره لرئ، چې پټ رازونه مو خلکو ته ښکاره نه شي او پټ شرم په تاسې کې ښکاره کوي. امکان لري، تاسې یو څه پټ ساتئ او له دې ویریږئ، چې پر دې موضوع څوک خبر نه شي، نو ځکه په خوب کې ځانونه لوڅ وینئ.

له استعاري نظره کالي د بدن د پټولو لپاره یوه وسیله ده. د کالیو په واسطه موږ کولای شو، خپل ځان پټ کړو او ځانونه نورو ته بل شان ښکاره کړو. خو که کالي ونه لرو، نو په هغه صورت کې خلک زموږ حقیقي بدن ویني. تاسې په دې حالت کې له ځان هیڅ دفاع نشي کولای، تر څو د خلکو له سترګو پټ و اوسئ. نو که تاسې خوب وینئ، چې لوڅ یاست، نو تاسې په حقیقي ژوند کې هڅه کوئ هغه ډول ځان ښکاره کړئ، چې واقعن نه یاست. تاسې ویریږئ، تر څو ستاسې حقیقي څیره خلکو ته ښکاره نه شي. دا اندیښنې په داسې حالت کې صورت نیسي، چې تاسې غواړئ خلک تر تاثیر لاندې راولئ. کیدای شي، تاسې په یو نوي کاري چاپیریال یا اړیکه کې اوسئ. له دې اندیښنه لرئ، چې واقعي احساس مو ښکاره شي. ځکه کیدای شي، د مسخرو او رسوا کیدلو څخه ویره ولرئ.

لوڅوالی د ناامنۍ ښکارندوی دی: کله چې تاسې خوب وینئ، چې لوڅ یاست، نو دا کار ددې ښکارندوی دی، چې تاسې د امنیت احساس نه کوئ. تاسې داسې فکر کوئ، چې د ټولو خلکو سترګې ستاسې پر خوا دي. تاسې ته ګوري، قضاوت کوي او درته خاندي تر څو نیوکه درباندې وکړي. ددې اشاره کوي، چې ټول خلک عام او خاص تاسې ته خاندي. په زیاته کې دا ډول شیان ستاسې په ذهن کې دي، چې په حقیقت کې شتون نه لري.

لوڅوالي ددې بیانوونکی دی، چې تاسې اماده نه یاست: لوڅوالی ددې ښکارندوی ده، چې تاسې له یوه کاره بې پروا شوي یاست، یا هم د یوه کار د ترسره کولو وړتیا نه لري او یا هم ورته تیار نه یاست. که مو په کاري ماحول یا هم ټولګي کې ځان لوڅ ولیده، نو ددې خوب تعبیر دادی، چې تاسې دغه کار یا هم ټولګي ته اماده نه یاست. تاسې له دې ویریږئ، چې ستاسې نیمګړتیاوې د ټولو د پام وړ ونه ګرځي. یا هم په خوب کې لوڅوالی ددې ښکارندوی دی، چې تاسې غیرواقعي موخې ټاکلې دي او د هغو په تر لاسه کولو کې پاتې راغلي یاست.

لوڅوالی د کبر ښکارندوی دی: که تاسې ځانونه په خوب کې لوڅ وینئ، نو دا کار په ځینو موقیعتونو کې ستاسې د کبر ښکارندی دی. تاسې کیدای شي، ددې هیله ولرئ، چې له پاسه خلکو ته وګورئ یا هم فکر کوئ، چې له نورو ښه یاست. دا خوب ددې ښکارندوی دی، چې تاسې په لوڅ ډول پیدا شوي یاست، نو له همدې امله باید تواضع وکړي.

په خوب کې لوڅوالی د عقیدې د ازادۍ ښکارندوی دی: که مو ځان په خوب کې لوڅ ولیده، او هیڅ ډول شرم مو احساس نه کړ، په هغه صورت کې ستاسې د نامحدودې آزادۍ ښکارندوی دی. تاسې د پټولو لپاره څه نه لرئ او یا هم داسې څوک یاست، چې پر خپلو وړتیاوو فخر کوئ. په ریښتینولي پورې اړوند خوب، ستاسې د آسان طبیعت ښکارندوی ده.

لوڅوالی د پاملرنې تعبیر لري: کله چې تاسې په خوب کې خپل ځان لوڅ وینئ، نو تاسې زیاتې پاملرنې ته اړتیا لرئ. تاسې پاملرنې ته اړتیا لرئ، خو دا کار په غیر معقول ډول ترسره کوئ. تاسې په ناسمه توګه د خلکو پام ځان ته را اړوئ.

د آنلي بیټون له نظره د لوڅوالي تعبیر: کله چې تاسې خپل ځانونه لوڅ وینئ، ددې ښکارندوی دی، چې تاسې رسوایي کیدونکي کړنې ترسره کوئ. که په خوب کې متوجې شولاست، چې تاسې څه نه دي اغوستي او ژر تر ژره مو ځان پټ کړ، نو ددې ښکارندوی دی، چې له ناخوښو عادتونو او غیر مشروع اړیکو لاس واخلئ. که مو په خوب کې بل څوک لوڅ ولیدل، نو ددې خوب مانا داده، چې ځینې مکار خلک تاسې هڅوي، تر څو خپل اصلي دندې له یاده وباسئ.

د خوبونو له هیواد کتاب څخه د لوڅوالي تعبیر: په خوب کې د یوې ښکلې بربنډې نجلۍ لیدل د کبر او ځانغوښتنې ښکارندوی دی. په خوب کې د یوې ښځې لوڅوالی له هر لوري د ناکامۍ په مانا ده. په خوب کې د یوې ښکلې ښځې لیدل د ډیرو پیسو د لاسته راوړلو په مانا ده. په خوب کې د یوې عادي ښځې لوڅ لیدل ددې مانا لري، چې تاسې په ذهن کې سترې نقشې او پلانونه لرئ. د یوې بدرنګه ښځې لوڅ لیدل، ددې ښکارندوی دی، چې خپلې غوښتنې نه شئ ترلاسه کولای. په خوب کې د ډیرو ښځو لیدل ددې ښکارندوی دی، چې د ډیرو خلکو نظر ستاسې خواته دی. په خوب کې د ښځو او نارینو لوڅ لیدل ستاسې د پاکوالي ښکارندوی دی. په خوب کې د لوڅ کس منډې وهل ددې ښکارندی دی، چې ستاسې خپل فکرونه له لاسه ورکوئ. له یوه لوڅ کس سره پریوتل د غم او اندیښنې مانا لري. له خپل کور څخه لیرې له یوې لوڅې ښځې سره ویده کیدل ددې تعبیر لري، چې یو څوک به تاسې وځوروي.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.