ټکنالوژي

د یو ساعت وقفې وروسته یوټیوت او ګوګل بیرته فعالیت پیل کړ

.د یوټیوب، جي میل او ګوګل ډرایف په ګډون د ګوګل خدمتونه زیات شمیر کارونکو ته بیرته فعال شول.دغه خدمتونه د دوشنبې په سهار دسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۴) شاوخوا د یو ساعت لپاره په ټوله نړۍ کې بند شوي و.د ګوګل په ویبپاڼه کې د دې خنډ د پیدا کیدو اعلان شوی او پکې ویل شوي چې اوس ددې شبکې د خدماتو زیاته برخه د کارونکو لپاره بیرته فعال شوي دي.

ګوګل په نړۍ کې ډیر پراخ خدمات وړاندې کوي؛ په میاشت کې یواځې دوه میلیارد کارونکي یوټیوب ته مراجعه کوي او څه دپاسه یو میلیارد ساعته ویډیو په دغه شبکه کې ګوري.یوټیوب هم په یو پیغام کې لیکلي چې دغه شبکه بیرته فعاله شوی ده. یوټیوب تر دې وړاندې په ټویټر کې خبر ورکړی و چې زیات شمیر کارونکي یې ددې شبکې خدماتو ته لاسرسی نلري.
د هغې ویبپانې د رپوټ په اساس چې د انټرنیټي شبکو د خدماتو د قطع کیدو مسله څاري د امریکا د متحده ایالاتو، بریتانیا او هند په ګډون د نړۍ په مختلفو برخو کې د یوټیوب په زرګونو کارونکو دغې شبکې ته لاسرسی نه درلود.
د ګوګل په اپلیکیشنونو کې سکتګي دومره غیر معمول نده، خو د دوشنبې د ورځې وقفه چې د ګوګل هنګ اوټ، ګوګل چت او ګوګل میت خدمات هم په کې شامل وو، بیسارې وه.
د کروناویروس د وبا پر وخت د ګوګل له ټولو خدماتو څخه استفاده زیاته شوې ده په ځانګړې توګه هغوی چې له خپلو کورونو څخه کار کوي

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.