شریک ژوند

د ژوند پر شریک د شک او شخړو لاملونه او حللارې څه دي؟

په شریک ژوند کې پر یو بل شک کول یو له هغو کړنو څخه دی، چې په ژوند کې مشکلات، تریخوالی، قهر او ستړیا رامنځته کوي. د ژوند پر شریک شک کول ستاسې ټولې خوشحالۍ له منځه وړلای شي. تاسې دا مقاله له افغان پراګریس ویب پاڼې څخه لولئ، که مو مالومات خوښ شول، نو له نورو ملګرو سره یې هم شریک کړئ.

د ژوند پر شریک د شک یا هم د شکمن زړه لامل څه دی؟

واده خلک ددې لپاره کوي، تر څو سکون او آرامۍ ته ورسیږي، او دغه کار هغه وخت شونی دی، چې دواړه لوري پر یو بل باور ولري. ددوی تر منځ شته باور د مینې او ګرانښت لامل کیږي او دا کار د دوی تر منځ د جنسي ژوند د پرمختګ او خوشحالۍ زیری راوړي. نو په ټوله کې باید ووایم، چې د کورنۍ لپاره تر هر څه باور او اعتماد مهم دی، چې پر یو بل یې ولري. کله چې په کورنۍ کې یو پر بل شکونه او ګمانونه را پیدا شي، نو دا کار ددې لامل کیږي، چې د کورنۍ خوږ چاپیریال پر خپګان او شخړه بدل شي. دا کار ددې لامل کیږي، چې د جوړو تر منځ باور او مینه له منځه ولاړ شي. له کور یې زړه سوړ شي او په اوږد مهاله کې د عصبي او ژورخپګان ناروغۍ رامنځته کوي.

 

د ژوند پر شریک شک کول مینه وژني

کله چې انسانان له یو بل سره مینه لري، او ورته ګران وي، نو پر یو بل باور هم لري، خو کله چې د دوی ترمنځ شک او ګمان رامنځته شي، نو دا کار ددې لامل شي، چې مینه یې سره کرار-کرار کمه شي او له یو بل څخه لیرې شي. خو که بیرته له شک او ګمان څخه ځانونه وژغوري نو کولای شي، بیرته خپل پخواني عشق او مینې ته ورسیږي، ځکه چې مینه او شک پر یوه ځای نشي اوسیدلای.

د پیښې اصل پاک کړئ

له بده مرغه د ډیرو کسانو په خبرو کې ویره او ډار لیدل کیږي. نن ورځ چې کله له ډیری خلکو سره خبرې کوو، نو لیدل کیږي، چې له یو څه څخه په ویره کې دي، چې د دوی له خبرو او کړنو ښکاره کیږي. د بیلګې په ډول: که یو څوک تل داسې فکر کوي، چې که مې د ژوند شریک له ما لیرې وي، نو کیدای شي، له یو چا سره خبرې وکړي، یا یو بل څوک یې خوښ/ خوښه شي. دا هغه څه دي، چې شخص یې په زړه کې جوړوي، خو بیا هم شخص ځوروي، ځکه دا کار د اندیښنې لامل کیږي. نو ددې له امله چې شخص له دې ستونزې ځان خلاص کړي، نو د مقابل شخص پر کنټرول لاس پورې کوي. ددې لپاره چې شخص د مسلې اصل د باندې پاک کړي، نو دا کړنه کوي، خو د مسلي اصل چې په داخل کې دی هغه له منځه نه وړي. نو کله چې یو د جوړو څخه په داسې ستونزو اخته وي، نو لازمه ده، چې د مسلې د ننه کار وکړي، ددې پر ځای چې د مسلې د باندې کار وکړي. زړه باید له دا ډول شکونو څخه پاک کړي او بې ځایه انديښنې ونه کړي.

دوی پر خپل ځان شک لري

په موږ ټولو کې د مالکیت حس شتون لري، په ټوله کې کسان چې هر څه خوښوي، نو د هغه پر وړاندې د مالکیت احساس کوي. دا کار داخلي ویره ده، چې د له لاسه ورکولو ویره رامنځته کوي. په حقیقت کې د کنټرول د کړنو او شک تر شا د له لاسه ورکولو ویره شتون لري. دا خلک پر خپل ځان کې ځینې نیمګړتیاوې لري او غواړي هغه برخې پوره کړي. دغه شک یې اصلن د ځان پر اړه دی او نور خلک په خپلو عینکو کې ویني.

کله چې زه پر خپل ځان شک لرم، پر خپلو وړتیاوو شک ولرم. دوی پر دې شکمن دي، چې د خلکو لپاره پر زړه پورې نه دی او شک لري، چې ډیر ښه نه یم، نو نور خلک به څنګه ورباندې باور کړي. کله چې زه پر خپل ځان دا باور ولرم، چې زما سره پر اوسیدلو فخر کوي، نو زه اړتیا نه لرم، چې هغه له ځان سره پر اوسیدلو مجبوره کړم. پر دې مانا چې پر ځان باور ولري، چې مقابل کس له ما سره پاتیږي. مګر هغه کسان چې پر خپل ځان او وړتیاوو شک لري، پر خپله شریکه کنټرول کوي. ځکه فکر کوي، چې دومره د خپلې ملګرې نه دی خوښ، نو ځکه به یې ملګرې ورته وفاداره نه اوسي.

خصوصي حریم څه او چیرې دی؟

هر څوک ځینې خصوصي حریمونه لري، چې نه غواړي خلک هغه ته داخل شي. دا خصوصي حریم په لیکلي شکل یو څه ندي، خو هر چا ته ډیر مهم دی، مګر ځینې کسان پر ډیره سپن سترګۍ دغه برخې ته داخلیږي. دا کړنه یو څوک ځوروي او که ورته ونه وایي او بیا هم دا کار کوې، نو تاسې له هغه څخه لیرې کوي. خاوند او میرمن هم که چیرې دا حریم په نظر کې ونه نیسي، نو کیدای شي، چې سره لیرې شي او ستونزې رامنځته کړي. شخصي حریمونه ډیر مهم دي. په موږ ټولو کې ځینې ځایونه او خبرې دي، چې تش باید موږ په کې دخیل اوسو او بیله کوم دلیل هیڅ چاته هم ددې حق نه ورکو، چې لاسوهنه پکې وکړي. دا شخصي حریمونه د هر چا لپاره مختلف دي. ځینو خلکو ته کیدای شي، بریښنالیکونه او مسیجونه خصوصي حریم وي خو ځینې نورو ته نه وي. د وخت پر تیریدو سره کولای شو، د ملګرو او د ژوند د شریک په خصوصي حریم پوه شو او هغه وپیژنو. د جبران خلیل خبران په نظر له یو بل سره نږدې و اوسئ، خو ډیر نږدې هم نه.

کله چې خپله ملامت یې

کله چې تاسې نوی له یوې نجلۍ سره واده کړی دی او په لومړیو کې پر هغه ډیر کنټرول کوئ، تر څو بې وفايي درسره ونه کړي، نو په حقیقت کې تاسې پر لوی لاس هغه دغه کار ته هځوئ. دغه ټینګ کنټرول ددې لامل کیږي، چې له تاسې لیرې شي او بل چاته نیږدې شي. کله چې تاسې ویریږئ، چې هسې نه میرمن یا مینه مې له ما سره بې وفایي وکړي، نو تاسې دوې لارې لرئ. اول باید هغه ښه وپیژنئ او وروسته له اطمنان څخه له هغه سره واده وکړئ او دوهم دا چې له هغې سره دومره مینه وکړئ، چې پر هیڅ صورت د بل چا لور ته ونه ګوري او ستاسې په مینه کې مړه شي.

د ژوند د شریک د شک کولو په وخت کې څه ډول تګلاره وکاروو؟

ځینې وخت راځي، چې پر خپل شریک شک وکړئ او دا کار باید ښکاره دلایل ولري، چې ستاسې شک سم دی. په داسې حالت کې باید له مقابل کس سره بحث وشي او دغه کار ته د حل لاره وموندل شي. تر هر څه مخکې باید د مالوماتو پر راټولولو شروع وکړو. د بیلګې په ډول که یو څوک تاسې ته ووایي، چې ستاسې خاوند یا میرمن له نورو خلکو سره اړیکه لري، نو نه باید د دوی پر خبره ټینګ باور وکړو او شخړه رامنځته کړو. اول باید څیړنه وکړو، چې آیا دا خبره حقیقت لري او که نه. تاسې کولای شي، په پټه توګه په داسې بڼه وګورئ، چې هغه خبر هم نه شي. کله چې سند لاسته راغئ، بیا موضوع د ژوند له شریک سره مطرح کړو او له هغه څخه توضیحات وغواړو. ښه داده، چې په خپل منځ کې ستونزه حل کړئ، که داسې ونه شول، نو بیا یوه مشاور ته ورشئ او له هغه سره خپله موضوع شریکه کړئ. که ډاډه شولاست، چې ستاسې شک بیځایه دی، نو په هغه صورت کې پر خپل ځان کار وکړئ او هڅه وکړئ، چې دا موضوع په پوره توګه هیره کړئ.

د ژوند پر شریک د شک لیرې کولو دری مهم ګامونه:

کله چې تاسې د ژوند پر شریک شک وکړ، او وروسته پوه شولاست، چې ستاسې شک بی ځایه دی. په دې شرط چې ستاسې د ژوند شریک پوه نه شي، چې شک مو ورباندې درلود، په دې صورت کې بیرته پر خپل ځان کار وکړه. ستونزه هیره کړه، له یو بل سره مینه وکړئ. ځکه په داسې حالت کې اړیکه پر زړه پورې کیږي او دوهم ځلي آرامي او باور رامنځته کیږي. خو که ستاسې د ژوند شریک ستاسې پر شک پوه شو/شوه، نو په هغه صورت کې باید اول له هغې څخه بخښنه وغواړئ. وروسته له هغې سره داسې کړنه او مینه وکړې، چې هغه ډاډه شي، چې شک یې له ذهن څخه وتلی دی او ورباندې پښیمانه دی. په کړنو کې داسې ثابته کړئ، چې پر هغه شک نه لري، د بیلګې په ډول ډیره څیړنه مه پسې کوئ. دریم ګام یې دادی، چې له هغې سره بې قیده او شرطه مینه وکړئ او مینه ناکه چاپیریال رامنځته کړئ.

کله چې د ژوند پر شریک شک پر ناروغۍ بدل شي

ځینې وخت ځینې کسان د ژوند پر شریک دومره شک، چې بیخي هغه خلکو ته ناروغ مالومیږي. اول د ناروغۍ د تشخیص لپاره مهمه ده، پوه شو، چې د ژوند په ټولو چارو کې یې شک درلود؟ دوهم دا چې د شک اندازه ډیره ده او په هره کوچنۍ او لویه خبره باندې خپل ځان او ټوله کورنۍ ځوروي. د شخص ژوند یې تر تاثیر لاندې راوستی دی او ټول ژوند یې پر شخړه او جنجال بدل شوی دی. خو نارمل کس بیا په ځینو حالاتو کې، ډیر کم شک کوي. که چیرې ستاسې د ژوند شریک هم پر دې ناروغۍ اخته وي، نو په هغه صورت کې لازمه ده، چې ارواپوه ته ورشئ. هغه ته هیڅکله دا مه وایاست، چې یواځې ولاړ/ ولاړه شي بلکې تاسې هم ورسره ولاړ شئ، تر څو ستاسې پر وړاندې دفاعي غبرګون ښکاره نه کړي.

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.