شریک ژوند

څه ډول یوه مینه ناکه او اوږده اړیکه وساتو؟

په مینه کې لویدل اسانه دي، خو د مینې اړیکه تر ډیره ساتل یو سخت کار دی. تاسې به لیدلي وي، چې ډیری کسان د مینې په اولو کې ډیر سره خواږه وي. حتا دوی د خپلې مینې لپاره د خپلې کورنۍ او خپلوانو دښمني پر غاړه واخلي، خو لږ وخت وروسته بیرته سره خوابدي او جلا شي. چې بیا هم خپلوانو او کورنۍ ته شرمیدلي وي او دوی هم له ذهني فشار سره مخامخ وي. ددې لپاره چې له دا ډول ستونزو وساتل شئ، لازمه ده لاندې څو ټکي هره ورځ عملي کړئ. یا هم کم تر کمه د مینې او واده په لومړیو ورځو شپو کې دا کارونه ترسره کړئ:

اول- یو بل وستایئ: هر څومره چې کولای شئ، یو بل وستایئ. د دوی بڼه، خبرې کول، قدم وهل، پخلی او سلیقه هر څه وستایئ. دا کار ددې لامل کیږي، چې مینه مو سره پخه شي او یو بل ته نور هم سره خواږه شئ.

دوهم- په اونۍ کې یو ځل خواله سره وکړئ. کیدای شي ورځنی ستړیا او کارونه ددې لامل شي، چې تاسې له یو بل سره تر ډیره پاتې نشئ. خو په اونۍ کې یو ځل هڅه وکړئ، له یو بل سره نږدې پاتې شئ. یو بل ته وخت پیدا کړئ، تر څو یو له بل سره مینه وکړئ او د زړه رازونه سره ووایاست.

دریم- یو بل کم مه راولئ: هیڅکله یو د بل احترام له پامه مه غورځوئ. یو د بل سپکاوی مه کوئ. متوجې اوسئ پر داسې ډول له یو بل سره برخورد وکړئ، چې د یو بل پر شتون ستړي نه شئ. بلکې کله چې له یو بل سره یاست نو خوشحاله او ښه وخت ولرئ. خپل نظریات او خبرې په داسې ډول وکړئ، چې مقابل لوري ته کوم ډول کنایه ونه کارول شي.

څلورم- د دوی د خوښې وړ خواړه درسره رانیسئ او کورته یې یوسئ. هیڅکله د هغې خبرې له پامه مه غورځوئ. هڅه وکړئ، داسې کار وکړئ، چې هغه حیرانه کړئ او په دې کار سره به ستاسې مینه تلپاتې شي. کله چې کورته ځئ، نو هڅه وکړئ له هغه پوښتنه وکړئ، چې څه شی کور ته دروړم؟

پنځم- د مقابل لوري نظر ته درناوی ولره: که څه هم کیدای شي، ته او ستا میرمن په ډیرو مواردو کې سره همنظره نه یاست، نو دا ددې مانا نه لري، چې تاسې باید یوه ښه اړیکه ونه لرئ. تاسې د دوی نظر ته په احترام سره کولای شئ، خپل نظر هم څرګند کړئ، ځکه هر چاته خپل نظر محترم دی. نو ددې لپاره باید خپل نظر هم پر خپله مینه ونه تپل شي او نه هم د دوی نظریات بې ارزښته وګڼل شي.

شپږم- یو د بل همکاري وکړئ: په سختو شیبو کې یو د بل همکاري وکړئ. ددې پر ځای چې هغه ملامته کړئ، هڅه وکړئ، هغې ته ډاډ ورکړئ او هغه خوشحاله کړئ. په سختو شرایطو کې د یو چا خندول اسانه خبره نه ده، خو که تاسې دا وړتیا پوره کړه، نو تلپاتې مینه به تر لاسه کړئ. هڅه وکړئ، په غمجن ماحول کې خپلې میرمنې ته خوښي ورکړئ او هغه خوښه وساتئ پر شونډو یې مسکا خپره کړئ.

اووم- له خبرو ۳۰ ثانیې مخکې فکر وکړه: کله چې یو څه ستاسې پر طبیعت سم نه دي، نو په هغه صورت کې یو څه فکر وکړئ او له پوره فکر کولو وروسته هڅه وکړئ، خپله خبره وکړئ. تاسې باید له داسې خبرو ډډه وکړئ، چې د مقابل لوري سپکاوی پکې پروت وي. هڅه باید وشي، تر څو اصلاحي نظریات په داسې شکل وړاندې شي، چې مقابل شخص د سپکاوي احساس ونکړي.

آتم- هغه وهڅوئ او په سختو شیبو کې د هغې لپاره مرستندوی شئ: تاسې کولای شئ، په هڅولو سره د خپلې میرمنې پر ځان باور او عزت نفس لوړ شي، تر څو د ژوند له سختیو سره په بریالي ډو ل مبارزه وکړي. تاسې کولای شئ، له یو بل سره د کارونو په ترسره کولو کې مرسته وکړئ، په ځانګړي ډول کله چې یو له تاسې ناجوړه او یا هم ستړی وي. له میرمنې سره په داسې شرایطو کې مرسته کول ددې لامل کیږي، چې په زړه کې یې زیاته مینه درته را پیدا شي.

نهم- بخښنه وغواړه: د خپلو کړنو پر وړاندې مسولیت منونکي او باوري اوسه. که دې کله تیروتنه وکړه، نو بخښنه وغواړه، ځکه چې دا کار ستاسې میړانه نه شي کمولای. د خپلو کړنو حساب ورکولو ته تیار اوسه او داسې کړنه وکړه، تر څو د میرمنې او نورو خلکو په مخ کې هم د هغې د ترسره کولو جورئت او زړورتیا ولرې.

لسم- د هر څه په  اړه ریښتینی اوسه: خپل د خوښې شیان، د نفرت شیان، مشکلات او قوي ټکي د ژوند له شریک سره په منځ کې کیږده. ځکه دا کار ددې لامل کیږي، تر څو د یو بل د ناخوښې کار ترسره نه کړي او د یو بل د ځورولو لامل نه شئ. تاسې دداسې کړنو په کولو سره یو بل ته نور هم نږدې کیږئ.

یوولسم- خپل د ژوند شریک ته د ځای او وخت اجازه ورکړه: کله چې ستاسې میرمنې یو ځای ته ځي نو اجازه ورکړه چې لاړه شي. هر وخت هغه مه را ګرځوه، ځکه په دې کار سره یې له تا او کور زړه پورته کیږي. همدارنګه میرمنو ته لازمه ده، چې خپلو خاوندانو ته هم اجازه ورکړي تر څو له ملګرو سره د باندې ولاړ شي، چکر ووهي او بیرته  چې کله کورته راځي، نو د میرمنې له سم برخورد سره مخامخ شي. دوی په دې کارونو سره یو بل ته ښکاره کوي، چې ددوی خوشحالي او ساتیري څومره ورته مهمه ده.

دوولسم- نوي شیان له یو بل سره تجربه کړئ: که څه هم د باندې وتل او په مناسب ځای کې کښناستل او غذا خوړل یو ښه او پر زړه پورې کار دی. خو که دغه کار د خپل ژوند له شریک سره ترسره کړې، نو خوند به یې د یوې جوړې په شکل یو پر څو چنده زیات شي، نو هڅه وکړئ له یو بل سره ووځئ او نوي کارونه تجربه کړئ. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.