طب

هغه غذاوې، چې د ویښتانو د قوت لامل کیږي

د نارینو لپاره د ویښتانو ریږیدل یوه ستره ستونزه ده. ډیری کسان له دې ویریږي، چې پک سر یې د هرې رڼا لپاره تر ټولو غوره غبرګون کوونکي وي. خو که تاسې کټی هم شئ، نو تاسې همغه انسان یاست، خو کیدای شي، په ښکلا کې مو د پام وړ تغیرات رامنځته شي. ددې لپاره چې له یادې ستونزې وژغورل شي، نو له موږ سره دا مقاله ولولئ. د افغان پراګریس ویب پاڼې د مالوماتو پر بنسیټ ځینې غذاګانې دي، چې د ویښتانو د قوي کولو لامل کیږي، تر څو له تویدلو یې مخه ونیول شي. هغه غذا ګانې په لاندې ډول دي:

اول- خوراکي صدف یا Oysters

خوراکي صدف په لویه کچه زینک لري، چې همدغه ماده د ویښانو د قوت او ودې لامل کیږي. نو که غواړئ ښایسته او قوي ویښتان ولرئ، نو دغه خوراک خپل غذایي رژیم ته ور اضافه کړئ.

دوهم- زردګ یا carrots

په دغه بد شکله ترکاري کې موجوده ویټامین A ددې لامل کیږي، چې ستاسې ویښتان ښه وده وکړي او تاسې ښکلي او زړه را ښکونکي ویښتان ولرئ.

هګۍ یا Eggs

هګۍ په ساده لهجه هر څه لري، چې ویښتانو ته  ګټه ورسوي. په هګي کې زینک، اوسپنه، ویټامین B، پروټین او ځینې نور ګټور شیان شته، چې ویښتانو ته ډیرې ګټې لري. نو د ویښتانو د قوي کولو لپاره د هګیو له ګټو مه بې خبره کیږئ.

خواږه کچالو (سرې پټاټې) یا Sweat Potatoes

په خوږو کچالو کې سوډیم، پوتاشیم، زینک، ډول- ډول ویټامینونه، او نور ګټور شیان شتون لري، چې نه تنها ویښتانو ته بلکې نور بدن ته هم ګټور دي. نو که غواړئ بدن مو سالم او قوي ویښتان ولرئ، دغه ساده غذا له پامه مه غورځوئ.

مغزیات یا Nuts

په مغزیاتو کې په زیاته اندازه اومیګا تري موجوده ده، کومه چې بدن او ویښتانو ته ګټور دي. تر دې سربیره په مغزیاتو کې د E ویټامین او مس موجود دي، چې د ویښتانو پر شمول د بدن لپاره ګټور غذایي توکي شمیرل کیږي.

پالک یا Spinach

پالک په زیاته اندازه اوسپنه او بیټا کروټین لري. دغه ترکاري په زیاته پیمانه ویټامین A، او C لري. هڅه باید وشي، تر څو دغه ګټوره غذا خپلو خوراکي رژیمونو ته ور اضافه کړئ، تر څو صحتمند ویښتان او بدن ولرئ.

شنه نخود یا Green Peas

د اوسپنې او زینک یوه بله ستره سرچینه شنه نخود دي. که تر اوسه ددې غذا پر ګټو نه پوهیدلاست، نو له اوس څخه خپل غذايي رژیم ته شنه نخود ور اضافه کړئ. دغه ګټوره غذا له نورو ګټورو توکو سربیره په زیاته اندازه ویټامین B هم لري. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.