ټکنالوژي

هند کې د چین په ۴۳ موبایل اپلیکیشنونو بندیز ولګید

.د چین سره د همالیا په سرحد کې د وروستي څو میاشتني کړکیچ وروسته دا د هند له لورې د آنلاین سانسور نوې لړۍ ده چې موخه یې د چین په نښه کول دي.

دغه ۴۳ اپلیکیشنونه چې ډیری یې چینایي دي او د لیدنې کتنې او مینې څو اپلیکیشنونه هم په کې شامل دي، د هند د تکنالوژۍ وزیر د یوې اعلامیې له مخې «د هند حاکمیت او یووالی» ګواښي.
هند دمخه هم څه دپاسه ۱۷۰ اپلیکیشنونه بند کړي وو او ویلي یې وو چې دا پروګرامونه د خلکو شخصي معلومات راټولوي او شریکوي چې په وینا یې کیدای شي د هند دولت ته ګواښ پیښ کړي.
دغه اقدامات چې د هند د تکنالوژۍ چارو وزیر د «آنلاین برید» سره پرتله کړي وروسته له هغې پلي شول چې د جون په میاشت کې د همالیا په یوې سرحدي سیمه کې د چینایي پوځیانو سره په تاوتریخوالي کې ۲۰ هندي سرتیري ووژل شول.
په هند کې د چین سفارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې دوی په «مطلقه توګه» دغه بندیز غندي. خو د علي بابا شرکت پدې هکله د تبصرې لپاره د رویترز اژانس غوښتنې ته ځواب ندی ویلي.
د هند دغه اقدام د چین د علي بابا سوداګریز شرکت ته یو بل ګزار دی چې د پي ټي ام په نامه د هند تکنالوژي په شرکت کې یې ستره پانګونه کړې او د بیګ باسکټ په نامه د آنلاین بازار ملاتړی هم دی.
سره له دې چې د علي اکسپریس شرکت د والمارت، فلیپکارت او امازون په پرتله د هند په الکترونیکي سوداګرۍ کې عمده لوبغاړی ندی، خو بیا هم د هند په کوچنیو سوداګریو کې مشهور دی چې هندیان یې د ارزانه توکو د رانیولو لپاره کاروي

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.