ډلیزې سیالۍ

د کمال خان بند پر ویاړ شل اوریزه لوبه وشوه

د کمال خان بند د پرانیستنې پر ویاړ نن په کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې یوه شل اوریزه لوبه ترسره شوه. دغه لوبه نن د کمال خان بند جوړوونکو او کمال خان بند ساتونکو تر منځ ترسره شوه. د کمال خان بند جوړوونکي لوبډلې پچه وګټله او د توپ وهنې پریکړه یې وکړه. چې پر دریو ویکټو یې ۲۲۵ منډې وکړي او ۲۲۶ منډې هدف یې مقابلې لوبډلې ته وټاکه. په یاده توپ وهنه کې شهزاد پر ۳۵ توپونو ۷۴ او حشمت الله شهیدي پر ۵۳ توپونو ۱۰۲ منډې وکړې. له مقابلې لوبډلې څخه په توپ اچونه کې فرید ملک، ګلبدین نائب او شرف الدین اشرف یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د کمال خان بند ساتونکې لوبډلې یاد هدف په ۱۹ آور کې په خورا اسانۍ سره ترلاسه کړ، چې د کمال خان بند جوړوونکو ته یې پر څلورو ویکټو ماته ورکړه. چې لوبډلمشر ګلبدین نائب په ۵۰ توپونه ۱۰۰ منډې او رحمان الله ګربز بیا پر ۱۶ توپونو ۴۰ منډې تر لاسه کړې. د کمال خان بند جوړوونکې لوبډلې توپ اچوونکی آفتاب عالم ښه وځلید او د مقابلې لوبډلې دری ویکټې یې ترلاسه کړې.

دغه لوبې ته په پراخه کچه کسان راغلي وو، چې لوبغالی په پوره توګه له ننداره کوونکو ډک وو. دا شان لوبې د افغان ځوریدلې اولس لپاره یو ښه فرصت دی، تر څو  وکولای شي، یو څو شیبې خپل غمونه هیر کړي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.