طب

د کوروالې پر مهال د ښځې د نه مړښت لاملونه او د هغې درملنې

د استروجن په واسطه درملنه د دارویي درملنې یوه تګلاه ده، چې په جنسي اړیکه کې نه ارضاع کیدونکو ښځو ته ورکول کیږي. د استروجن درملنه کولای شي، په سیستماټیک ډول پر خوی او مغز اثر وکړي. چې دغه کار په مستقیم ډول د جنسي سیستم پر ځواب تاثیر کوي. تاسې دغه لیکنه له افغان پراګریس علمي او خبري ویب پاڼې تر لاسه کوئ، که مو لیکنه خوښه شوه، له ملګرو سره یې هم شریکه کړئ.

آنورګاسمیا یا په جنسي جریان کې خوند ته نه رسیدل یو ډول طبي اصطلاح ده، هغې ستونزې ته وایي، چې ښځې له جنسې کړنې مخکې ډیرې ولمسول شي، تر څو مړې شي، خو دا کار بیا وروسته د دوی د نارامۍ او شخصي ستونزو لامل کیږي. ارګاسم ته نه رسیدل په ښځو کې یو عام مشکل دی، چې ډیرې ښځې د هغې تر اثر لاندې دي. د ارګاسم توندوالی، تکرار او اندازه په هر شخص کې توپیر لري، او هر څوک په مختلفو بڼو سره ارګاسم ته رسیږي. ارګاسم پر عمر، ناروغیو او هغو دواګانو پورې هم اړه لري، چې په ژوند کې کارول کیږي.

هغه نښانې، چې ښیي ښځه په کورواله کې نه ده مړه شوې

کله چې یوه میرمن له خپل خاوند سره د کوروالې په پیل یا پای کې مړه یا ارضاع نه شي، نو په هغه صورت کې نه یواځې دا چې له کوروالې خوند نه شي اخستلای (ارګاسم ته نه رسیږي)، که څه هم د بدن ډیر حساس غړي هم ولمسوي، بلکې په اوږد مهال کې پر ژور خپګان هم اخته کیږي. اوس تاسې هم غواړئ، پوه شئ، چې په دا ډول ستونزه اخته یاست که نه؟ آیا تاسې هم کله نا کله د جنسې کړنې پر مهال نه ارضاع کیږئ؟ کافي ده، هغه تر ټولو ښکاره نخښې ته وګورئ، چې کله یوه میرمن د کوروالې پر مهال نه وې مړه شوې، آیا دا ډول ستونزه مو تجربه کړې ده؟ که نه پوهیږې، نو لاندې نښانې به مرسته درسره وکړي:

·       ډیر وروسته ارګاسم ته رسیدل

·       ارګاسم ته د رسیدلو لپاره کم وارونه

·       په زیاترو حالاتو کې هیڅ ارګاسم نه تجربه کوي

·       یا هم د ارګاسم کیفیت دومره کمزوری دی، چې پر هیڅ حساب دی

ایا په کورواله کې نه مړښت لامل لري؟

تر اوسه د کوروالې په جریان کې د ښځو د نه مړښت په حالت او ارګاسم ته د نه رسیدلو پر ستونزو پوه شولاست. خو ډیری میرمنو تر اوسو د دغو ستونزو لامل نه دی موندلای، ستاسې پر نظر ددې ستونزې لامل به څه وي؟ په ټوله کې که چیرې یوه ښځه د ارګاسم ته د نه رسیدلو پر ستونزه اخته شوې وي، نو دوه لاملونه لري ارواهي او چاپیریالي. که غواړئ پوه شئ، چې د کوروالې پر مهال د ښځو د نه مړښت ارواهي او ژوندیز لاملونه څه دي، نو له موږ سره دا مقاله ولولئ.

د کوروالې پر مهال د ښځو د نه مړښت ارواهي لاملونه

په ټوله کې کله چې یو خاوند غواړي له خپلې میرمنې سره کورواله وکړي، نو دواړه لوري باید په پوره توګه له رواني او روحي لحاظه خپلې اړتیاوې او رضایت مهیا کړي. که چیرې د کوروالې په پیل کې میرمن په پوره توګه نه وي لمسول شوې، نو دا کار ددې لامل کیږي، چې ارضاع نه شي او ارګاسم ته ونه رسیږي. له ارواهي پلوه هغه ستونزې چې ښځه نه ارضاع کیږي، عبارت دي له:

·       روحي او رواني ستونزې لکه ویره او ژور خپګان چې کولای شي، د ښځو خوند له منځه یوسي.

·       له ظاهرې او بدنې حالت څخه نه خوښي هم کیدلای شي پر شخص فشار راوړي او له کوروالې خوند وانخلي. د بیلګې په ډول پر زور له میرمنې کالي کښل او په بربنډ دول له هغې سره په رڼا کې کورواله کول.

·       د میرمنو مالی فشار او اندیښنې، لکه: فقر، غربت او نور...

·       فرهنګي او دینې بارونه هم ددې لامل کیږي، چې د شخص پر جنسي تجربو اثر لري.

·       له اومیندوارۍ ویره یا هم له یو ځای والي څخه د ناروغیو لیږد.

·       له کوروالې د خوند په خاطر شرم او د ګناه احساس هم ددې لامل کیږي.

·       جنسي تیری یا هم د مینې پر نوم له معشوقې ناسمه ګټه اخستنه.

·       د ژوند له شریک سره سمه اړیکه نه لرل، د پخوانیو ستونزو سم نه حلول.

·       خیانت او یا هم د باور نشتون.

·       د ژوند پر شریک شک درلودل.

د کوروالې پر مهال د ښځو د نه مړښت ژوندیز لاملونه

·       ناروغۍ: ځینې ناروغۍ لکه شکره یا هم عصبي ناروغۍ، چې د شخص جنسي خوځښت تر اثر لاندې راولي.

·       د ښځینه ناروغیو شتون: د کوروالې ډیر خوند کیدای شي، د سرطاني عملیاتو په درشل کې را کم شي او یا هم تغیر وکړي.

·       ځینې دواګانې: د وینې د فشار د کنټرول دوا، آنټي هیسټامینونه او د ژور خپګان اړوند دواګانې کولای شي، ارګاسم له ستونزې سره مخامخ کړي.

·       د الکولو او سیګریټو کارول: د الکولو زیات څښل کولای شي، ارګاسم ته د رسیدلو لپاره عضلات متاثره کړي او زیات سیګریت څکول هم زیاتې ستونزې رامنځته کولای شي.

·       زوړوالی: د عمر زیاتوالی هم یو له هغو لاملونو څخه دي، چې په هغه کې د بدن اناتومې تغیر کوي. هورمونونه، عصبي سیستم، د وینې د ګرځیدلو سیستم، چې ټول پر جنسي خوند اثر لري تغیر کوي. د بیلګې په ډول: هغه وینه چې د ښځې ځانګړي جنسي غړي او کلیتوریس یا نیغي ته ځي په کمه اندازه استروجن لري، چې همدا د خوند د کمیدلو لامل کیږي.

د ښځو د نه مړښت ارواهي درملنه

په ټوله کې د ښځو د نه مړښت د درملنې لپاره هم دوې لارې شتون لري، چې اوله یې ارواهي تګلاره ده. یو له دغو درملنو څخه له ارواپوه څخه مشوره اخستل دي. په حقیقت کې له ارواپوه سره مشوره هغه ستونزې له منځه وړي، چې د جوړو د کوروالې په جریان کې ستونزې رامنځته کوي او همدغه کار د ارګاسم د ستونزې لامل کیږي. دغه مشاور اول هڅه کوي، ستاسې تر منځ شته شخړه او درځ له منځه یوسي، تر کورواله درته پر زړه پورې شي. که تاسې هم دا ډول ستونزې لري، نو کولای شئ له موږ سره اړیکه ونیسئ، تر څو دا ستونزه مو په مکمله توګه درته حل کړو.

د درملنې یوه بله لاره، د پیژندلو درملیزه کړنه ده، خو پوهیږئ، چې د پیژندلو درملیزه کړنه څه ده؟ په دا ډول درملنه کې اول ارواپوه یا ډاکټر ټول هغه تکتیکونه چې د کوروالې پر مهال ستونزې را پیدا کوي څاري. دا ستونزې له هغو تګلارو څخه عبارت دي، چې په مستقیم ډول د پیژندلو مهارت لوړوي او د پیژندیزو کړنو پر کمښت تمرکز کوي.

د ښځو د نه مړښت دوایي درملنه

د استروجن په واسطه درملنه د دوایي درملنې له مهمې تګلارې څخه عبارت ده، چې د کوروالې د نه مړښت پر خاطر کارول کیږي. په سیستماټیک ډول دوایي استروجن کولای شي، د مغز او خوی کړنې مثبتې اغیزمنې کړي. چې دا کار په مسیتقیم ډول سره د جنسي سیستم ځوب ویونکي متاثره کوي. دوایي استروجن یو ډول ملهم یا کریم دي، چې د ښځې په تناسلي سوري کې وهل کیږي، دغه مواد د ښځو په ځانګړي غړي کې د وینې د ډیرښت لامل کیږي، چې ارګاسم زیاتیږي. یوه بله مهمه تګلاره د تستوسترون دوا کارول دي، دا چې یاده ماده د ښځو په جنسي عمل کې مهم رول لري، نو د پارولو لپاره غوره ماده ده.

د ژوند د تګلارې په بدلولو سره د ښځو د نه مړښت د ستونزې حلول

موږ تاسې ته وویل، چې یاده ستونزه پر دوو طریقو سره چې یوه ارواهي او بله دوایي ده حلولای شو، خو یوه بله مهمه لاره د ژوند د حالت بدلولو تګلاره ده، چې ډیری خلک هغې ته هیڅ پام هم نه کوي. تر ټولو مهمه خبره داده، چې د خپل شریک عاطفي غوښتنو ته پاملرنه او رسیدګي وشي، ځکه دغه کار ډیر فشار رامنځته کوي، چې ستونزې زیږوي. ددې کار لپاره ښځې باید له خپلو خاوندانو سره کومک وکړي، تر څو دوی پوه شي، چې د بدن کومې برخې ډیرې حساسي دي او پر کومو کړنو پارول کیږي. بیا باید پوه شي او خپل خاوند پر دې هم پوه کړي، چې په کومو تګلارو سره غواړي تحریک شي، تر څو د دوی د جنسي رضایت لامل شي او مړه شي. له همدې امله جنسي تحریک او پارولو ته زیات پام وکړې. ځکه ډیری میرمنې چې د کوروالې پر مهال نه ارضاع کیږي، یو لامل یې نه پارول دي. که دوی له کوروالې مخکې په پوره توګه وپارول شي، نو دوی به له خپل خاوند سره پر یوه وخت ارضاع یا مړې شي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.