ډلیزې سیالۍ

افغانستان له زیمبابې څخه خپله لومړی شل اوریزه لوبه وګټله

 افغانستان له زیمبابې څخه خپله لومړی شل اوریزه لوبه وګټله. دغه لوبه چې په ابوظبۍ ښار کې ترسره شوه تاس زیمبایې وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. په توپ وهنه کې افغان لوبډله ښه وځلیدله، چې: رحمت الله ګربز او کریم جنت په لومړي سر کې راووتل، چې ګربز پر ۴۵ توپونو ۸۷ منډې وکړې، چې ۶ څلوریزې او ۷ شپږیزې په کې شاملې وې او کریم بیا پر ۲۲ توپونو ۲۶ منډې وکړې، چې ۳ څلوریزې په کې شاملې وې.

وروسته اصغر افغان پر ۳۸ بالونو ۵۵ منډې وکړې، چې ۶ څلوریزې او ۲ شپږیزې په کې شاملې وې. له هغه وروسته نبي را ووتئ چې غوره توپوهنه یې ونکړه، یواځې یې پر ۱۱ توپونو ۷ منډې وکړې. بیا راشید خان پر ۳ توپونو ۷ منډې وکړې، چې یوه شپږیزه هم پکې شامله وه. وروسته بیا نجیب الله ځدران او عثمان غني راغلل، خو توپونه خلاص شول. افغانانو د پنځو ویکټو په واسطه ۱۹۸ منډې وکړې او مخالفې ډلې ته یې ۱۹۹ ټارګیټ وټاکه.

وروسته افغان لوبډله په توپ اچونه کې هم ښه وځلیده. نوین الحق په دریو اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې، خو کومه ویکټه یې ترلاسه نه کړه. امیر حمزه بیا په دریو اورونو کې یواځې ۱۹ منډې ورکړې. فرید احمد په ۴ اورونو کې د ۲ ویکټو په اخستلو سره ۳۱ منډې ورکړې. نن محمد نبي ښه نه و، په دوه اورونو کې یې کومه ویکټه وانخستله، خو ۲۴ منډې یې ورکړې. نن بیا کریم جنت غوره توپ اچونه وکړه، چې په ۴ اورونو کې یې د ۱۴ منډو په ورکولو سره ۲ ویکټې واخستلې. راشید خان بیا په ۴ اورونو کې د ۳ ویکټو په اخستلو سره ۲۸ منډې ورکړې. د لوبې غوره لوبغاړی رحمت الله ګربز وټاکل شو.

مخالفې ډلې د شل اورو په لوبولو او ۷ ویکټو په له لاسه ورکولو یواځې ۱۵۰ منډې وکړې او د ۴۸ منډو پر توپیر یې لوبه افغان لوبډلې ته وبایلله. ددغه لړۍ دوې نورې لوبې پر ۱۹ او ۲۱ نیټو ترسره کیږي. له دې مخکې افغانستان له زیمبابې سره دوې ټیسټ لوبې درلودې، چې یوه- یوه دواړو ټیمونو وګټله.


تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.