ادب

ناول ته د کیسې ټاکنه

زه خپله د ناول لیکلو وړتیا نه لرم، خو د اکثره خلکو په څېر مې نیت دا نه دی چې زه یو شی نه شم کولای، نورو ته یې هم ښه ونه بولم او هسې یې زړه ورمات کړم. بلکې د ټولنې د یوه فرد په حیث مې یوازینۍ موخه د ټولنې له غوښتنو سره سم د کیسو رامنځته کول دي، تر څو له یوې خوا مو د فرهنګ په غنا کې مرسته وکړي او له بلې خوا مو د پښتني کلتور خامیانې را په ګوته کړي.

زه پوهېږم چې ناول خیالي کیسه ده، د ریښتینې کیسې په څېر ټولې پوښتنې نه شي را ځوابولای؛ خو داسې خیالي چې د ژوند د واقعیتونو سیوری پرې خپور دی او لږ تر لږه د ډېرو ستونزو په هواري کې مو باید مرسته وکړي؛ که یې ونه کړي، بیا به مو نه خامیانې را وښیي، نه به مو په ستونزو کې لاسنیوی وکړي او نه به مو د فرهنګ پر بډاینه اغیز وکړي. اصلاً د ناول لیکنې موخه د کلتور غنا، د ټولنیز نیمګړتیاوو له منځه وړل، د ژوند هدف ته د انسانانو متوجې کول، د ځانګړتیاوو غوړول، دیني او ټولنیزو ارزښتونو ته تم کول او بلاخره د کلچر د هر اړخیز پرمختګ انځور دی. ښه نو که کومه موخه یې نیمګړې شي، بیا به ګټور وي؟ د یوې کشالې څخه به مو را وباسي؟ د ژوند خواږه او ترخه به راباندې وڅکي؟ او بلاخره پر ژوند به مو کوم اغیز وکړي؟ نه. نه به مو لاسنیوی وکړي او نه به مو فرهنګ غني کړي، هسې په ژبه او کلتور به سرباری شي.

ناول ته د کیسې ټاکنه تر ټولو اړینه برخه ده، که ښه کیسه ورته وټاکل شي، یوازې د خپلو خلکو مرسته به مو نه وي کړې، بلکې د ژبې او فرهنګ په پرمختګ کې به مو هم یو ګام اخیستی وي او که ښه نه وي، بیا به یې خدای مه کړه یوازې نتیجه منفي نه وي، بلکې د نورو بدبختیو پیلامه به هم ګرځېدلې وي.

زموږ ورځنی ژوند او دودونه له نیمګړتیاوو مالامال دي، که غور پرې وشي، د ناول لیکنې په زړه پورې او خوندورې کیسې کېدلای شي. که نه نو بیا به مو ناولونه هم د مصنوعیت ښکار او بې له تکراره بل څه نه وي.

ښه که څوک د مینې په اړه ناول لیکي، که ټوله کیسه یې پر میسج استولو را استولو، تلیفون کولو، تر مبالغې پورې ستاینو او لږ وخت اړیکو پرې کېدلو پورې محدوده شي او همدغه کمه کیسه دومره وشاربل شي، چې اصلي موخه یې له منځه ولاړه شي او که پر جزیاتو یې غور وشي یو به هم د کیسې په پیغام رسولو کې اغیزمن نه وي او هسې به په کیسه تپل شوي وي. نو د داسې کیسې به ګټه ډېره وي، که زیان؟ یو زیان خو به یې د ناول د اصلیت نیمګړتیا وي، بل به یې د موخې له منځه تلل او بل به د لیکوال او ټولنې تر منځ لرېوالی او پر کلتور د یوې بلې غلطۍ تپل وي.

که د مینې په همدغه کیسه کې پښتني دودونه، د خلکو غبرګون، خنډونه، ګواښونه او بېلا بېل نور ښه او بد اړخونه انځور کړل شي او پښتانه په دې برخه کې خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه کړل شي، خامخا به یې تاثیر ډېرېږي. هره برخه همداسې در واخله.

په پښتو کې د دواړو نمونې کمې نه دي، که ښه او پیاوړي ناولونه لرو، په څنګ کې یې کمزوري هم بې حسابه دي. خو که لیکوال پر ټولنه غور وکړي، ټولنیزې غوښتنې درک کړي او خپل کلتور ته نظر وکړي، فکر کوم شهکارونه به مو بې حسابه شي او ټولنه به مو هم له میراثي ناخوالو د وتلو لاره په تدریجي ډول خپله کړي.

پښتني ټولنه د ناول د کیسو لپاره بې شمېره موضوعات لري، که لیکنې پرې وشي او ټولنیزې ګټې او زیانونه یې څرګند شي، هم به نیمګړتیا اصلاح شوې وي او هم به د کیسې لپاره ارزښتمن مواد چمتو شوي وي. مثلاً: پر قاچاقي لارو تګ، خیانت، جهالت او ناپوهي، په بدو کې ورکړه، غیرې اسلامي دودونه، د جهالت تر کچې غیرت، د نیکونو پر مېړانه نازېدنه، تهمت، غیبت، ځان غوښتنه، چاپلوسي، کورنۍ ستونزې، کورنۍ ناخوالې، زور زیاتي، د اولادونو ترمنځ جنسیتي توپیرونه، د انسانانو بې عزته کول، توپیریز چلند، قوم پالنه او نور...

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

نور اغا رحماني

نوراغا رحماني په پښتو ادبیاتو کې تر لېسانس کچې زده کړې کړې، په بیلابیلو ملي او نړیوالو ښوونیزو بنستونو کې یې د روزونکي په حیث کار کړی دی، تر اوسه یې کوم کتاب نه دی چاپ شوی، خو ځینې کتابونه یې چاپ ته تیار دي، پراخه مطالعه لری، په بیلابیلو چاپي رسنیو کې یې مقالې نشر شوې، ښاغلی رحماني خوږې لیکنې کوي، چې د ټولنې او ځوانانو لپاره ګټورې دي.