ادب

په ناول کې د کرکټرونو ستاینه او غندنه

ناول کیسه ده او کیسه بیا پر کرکټرونو مخته ځي؛ کرکټرونه بیا طبعاً د پیغام د ښه رسولو په پار په ښو او بدو وېشل کېږي. د ناول کیسه د ژوند کیسه ده، که واقعي نه وي خو له ژوند سره باید خامخا تړلې وي. د ناول په کیسه کې د ژوند په څېر پوه او ناپوه، هوښیار او بې عقل، پیاوړی او کمزوری، ژغورنکی او وژونکی، انسان او وحشي، نرم او توند او لنډه دا چې هر ډول ځانګړتیا لرونکي شخصیتونه لوبېږي. خلک ټولنه ځنګل بولي چې د هر ډول مېوه لرونکو او بې مېوې ونو او بېلا بېلو بوټو ترکیب دی؛ ناول هم همداسې درواخله او خوند یې هم په همدغه تنوع او بدلون کې دی...

په ناول کې د کرکټر شخصیت د هغو له کړنو او له نورو سره د تقابل پر بنسټ څرګندېږي؛ که یو څوک ناول لولي په اسانۍ سره ښه او بد درکولای او هر چا ته یې له شخصیت سره سم ذهني انځور ټاکلی شي...

که په ناول کې کرکټرونه یو ډول وي، یا تقابل ونه لري، فکر نه کوم چې بیا دې کیسه شي او څوک یې دې د خوند یا زده[1]کړې لپاره ولولي؛ اصلاً دغه کیسه د ژوند په څېر رنګینه او د کرکټریز رول د بدلون له اړخه خوندوره ده...

خو په ځینې ناولونو کې د کرکټر له کړنو سربېره یې ستاینه یا غندنه هم په کیسه بار وي؛ مثلاً: د ښه کرکټر لرونکی له ښه ټبره بلل کېږي، د نیکونو تاریخ ته د بیا ژوند ورکوونکي لقب وړي، د پلار ریښتینی اولاد او د ویاړلې ټولنې په واقعي بچي ستایل کېږي، د غیرتي ولس عزت او غیرت یې بولي، د شملورو شمله او د ویاړلو ویاړ یې یادوي او لنډه دا چې له شخصیت او کړنو سربېره یې یو عالم ستاینې کتار کړې وي...

د بد کرکټر په لقبونو او غندنه کې هم کمی نه کېږي او پر شخصیت سربېره یې دومره غندنه کېږي، چې سړی له ناوله زړه توری کړي... دغه راز د معشوقې خط او خال له انځور ماسِوا تر مبالغې اوړي او رقیب خو هسې هم د سترګو اغزی وي...

اصلاً د کرکټر انځور او کړنې سړي ته د هغو د شخصیت ټول اړخونه په لاس ورکوي او فکر نه کوم چې اضافي ستاینو او غندنو ته دې اړتیا وي...

لیکوال یې کېدای شي د څو موخو لپاره ستاینو او غندنو ته پناه وړي:

یو؛ کېدای شي اصلي کیسه د ناول کېدو وړ نه وي، چې په بې ځایه ستاینو او غندنو به یې پوره کوي.

دوه؛ یا به لوستونکی یو مخ ناپوهه بولي.

درې؛ پر ویاړنو نازېدلو او پر غندنو به خپل زړه سپکوي.

څلور؛ له یوه سره به خواخوږي لري او له یوه کرکه.

پینځه؛ او یا به په لوی لاس خپل احساسات په کیسه کې دخیلوي او...

د کرکټر له انځور وروسته یې ستاینې او غندنې مبالغه ده، داسې مبالغه چې د کیسې اغیز او اصلیت له منځه وړي؛ که کرکټر له ټولو ځانګړتیاوو سره انځور کړل شي، لوستونکي به بیا د نور ښه ویلو/بدویلو اړتیا حس نه کړي. په کیسه کې بې ځایه زیاتوالی په سړي کې د کیسې د مصنوعیت فکر پیاوړی کوي او هر څه ته د سرباري په سترګه ګوري. دغه راز که لوستونکی په کیسه کې د لیکوال د احساساتو ګډون درک کړي، بیا به یې نه پر ژوند تاثیر وکړي او خوند خو لا څه کوې، چې بېخي به یې ونه لولي... بل دا چې د ستړیا لامل یې کېږي، له قضاوته محرومېږي او د لیکوال له خوا د یو مخ ناپوهه بللو احساس یې پیاوړی کېږي. کله چې له لوستونکي قضاوت واخیستل شي، فکر نه کوم چې بیا دې تر پایه کیسه ولولي...

د یوې کیسې د کرکټرونو رول او شخصیت د هغه له کړنو څرګندېږي. د شخصیت په اړه تشرېح یې نه یوازې اضافي ده، بلکې تاثیر او اغیز یې یو مخ له منځه وړي او د لوستونکي او کیسې تر منځ لوی درځ رامنځته کوي...

زه بیا هم ټول ناولونه په یوه تول نه تلم او نه مې مطلب د ناولونو د لیکلو مخنیوی دی؛ خو فکر کوم که پر جوړښت یې لږ غور وشي، اغیز او ګټه به یې ډېره وي او د لیکوال سره به یې د پیغام په رسېدلو کې مرسته کړې وي.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

نور اغا رحماني

نوراغا رحماني په پښتو ادبیاتو کې تر لېسانس کچې زده کړې کړې، په بیلابیلو ملي او نړیوالو ښوونیزو بنستونو کې یې د روزونکي په حیث کار کړی دی، تر اوسه یې کوم کتاب نه دی چاپ شوی، خو ځینې کتابونه یې چاپ ته تیار دي، پراخه مطالعه لری، په بیلابیلو چاپي رسنیو کې یې مقالې نشر شوې، ښاغلی رحماني خوږې لیکنې کوي، چې د ټولنې او ځوانانو لپاره ګټورې دي.