ادب

په ناول کې د پېښو تړاو

د ناول پر جوړښت او تخنیکونو نه غږېږم او نه مې هم د ناولونو د موضوع ښه والی او بدوالی مطلب دی. بلکې منظور مې یوازې د ناولونو د کیسه ییزو پېښو تسلسل او تړاو دی او دغه راز غواړم د کیسې په جریان کې د پېښو رامنځته کېدل او له اصلي کیسې سره یې په اړیکو څه نا څه وغږېږم...

زه اکثره ناولونه لولم، ټول یې ښه دي، ښه یې ځکه بولم چې لیکوال د څه لیکلو هڅه هم کړې وي، په ستایلو ارزي او لږ تر لږه باید ولوستل شي. هر شی چې ولوستل شي خامخا یو ښه پیغام لري او لوستونکي که هېڅ نه وي هم یو څه ترې زده کوي.

خو دلته کیسه د ناول د پېښو تر منځ د تضاد نشتوالی دی، چې هر څه د اصلي کیسې له غوښتنې سره سم مخته ځي او ټول شیان لیکوال د یورنګۍ په رنګ، رنګ کړي وي...

مثلاً: یو څوک له وطن سره مینه لري، سرو کار یې ټول له هېوادپالو خلکو سره وي، تصادفي موسیقي چې واوري هم هېوادنۍ مینه پکې ستایل کېږي، مجلسونه او ناستې ټولې د هېواد د مینې په پار دایېرېږي او... خو هېڅوک د هېواد ضد نه وي، نه څوک د دوی په وطن دوستۍ خاندي ، نه له وطنپالو کرکه لري او نه کومه بله سندره اوري... که څوک هېواد پرېږدي، خامخا به یو بل څوک ورسره راپیدا کېږي، چې د هېواد له ناخوالو په تېښته کې وي، په سفر کې به یې داسې پېښه کېږي، چې د وطن د پرېښودو دلیل به یې پیاوړی کوي، په موټر کې به د اولمیر استاد د لعلونو خزانې سندره چالانه وي او...

په عشقي برخه کې هم ټولې پېښې او منظرې د عاشق له زړه سره سمې پېښږي، تصادفي سندرې به هم د دوی ګډه اورېدونکې سندره خېژي، د ټولو خلکو مینه به د دوی مینې ته ورته وي او د خلکو تر منځ کړنې به هم د دوی کړنې وي... نه به څوک مینه بده بولي، نه به یوه بله جوړه یو ځای کېږي او نه به څوک وصال ته رسېدلي وي...

دغه راز که د غم کیسه وي، ټولې پېښې به یې غمجنې وي، هېڅوک به نه خاندي، چې د کرکټر غم سپک نه شي او نه به د کیسې خلاف کومه پېښه کېږي... که کیسه په وصال، خوښۍ او خندا څرخي، بیا به څوک غمجن ونه وینې، په مینه کې ناکام به نه وي او نه به څوک کړاو ګالي...

زه فکر کوم د ناول د بشپړونکو پېښو تر منځ یورنګي لوستونکي ستړي کوي او تر پایه یې له ځان سره نه شي ساتلای. بله مهمه دا چې د لوستونکي او ناول تر منځ اړیکې ټکنی کېږي، تلوسه له منځه ځي، د پیغام لېږد ستونزمن کېږي او تر یو څه لوستلو وروسته تر پایه پوهېږي، چې څوک څه کوي؟ دغه راز د ناول خوند یو مخ له منځه ځي...

که د ناول ټولې برخې یو شان وي او تر منځ یې کوم تضاد نه وي، هر څه د لوستونکي د تمې خلاف خېژي او په هماغه لومړیو کې یې زړه ماتېږي...

اصلاً د ناول هره کیسه د ټولنیز ژوند انځور دی او په یو ډول نه یو ډول ټولنیزې ناخوالې، وروسته والي، ناوړه دودونه، بې غوري، بې پروایي، ناپوهي، ناخبري او لنډه دا چې ټولې ټولنیزې غوښتنې منعکسوي. کیسه یې که ریښتینې نه وي هم، خو له ژوند سره باید نېغې اړیکې ولري او د اصلي ژوند سره باید په تضاد کې واقع نه شي.

ښه؛ که زه اوس په ناول کې له کوره تر ټولنې او حتا تر هېواد بهر په لارو ټولې بشپړوونکې پېښې همغږې ووینم او په ورځني ژوند کې یې هغسې پېښېدل که ناممکن نه وي خو سخت حتمي وي او پېښېدل یې زما زړه ته ونه لوېږي؛ نو بیا به زه له ناوله خوند واخلم؟ یو څه بې ترې زده کړم؟ تر پایه به یې ولولم؟ اغیز به یې وي؟ د یوې ناخوالي په سمون کې به مې مرستندوی شي؟ او... ځواب به یې خامخا منفي وي.

خو بر عکس که د هېواد په اړه یو ناول لولم، کرکټر یې له مشکلاتو سره مخ کېږي، خلک زغمي، ملګري مخ ترې اړوي؛ دی د هېواد په غم کې وي خلک مزې او چړچې کوي؛ د هېواد ژغورلو هڅې کوي، خلک پرې خاندي او سپکاوی یې کوي؛ هېواد ساتي، نور یې ورانوي یا یې پرېږدي؛ تر دې چې په هر کار یې خلک مسخرې کوي او ګواښي یې، یا یې لېونی او رواني بولي. حتا په موسیقۍ کې هم د ده د تمې خلاف کړنې کېږي او په یوازې سر پر دې ټولو ناخوالو بریالی کېږي...

داسې کیسه بیا لوستونکي ته دا احساس ورکوي، چې حق که پلوي ولري یا یې ونه لري، که په ځنډ وي هم خو بریالی کېږي او بالاخره پر ټوله ټولنه او هېواد واکمن کېږي...

نو کله چې د ناول کیسه توپیریز خواږه او خوند ونه لري، فکر نه کوم چې پر لوستونکي دې اغیز وکړي او یا یې دې د سمون په برخه کې لاسنیوی وکړي. ناول به هغه وخت لا خوندور شي چې پېښې یې طبیعي او له ډېر سختیو وروسته یې کرکټر بریالی شي...

نیوکه مې مطلب نه ده او نه ټول ناولونه په یو تول تلم؛ د ناولونو ټولې پېښې هم یو ډول نه دي، خامخا توپیریز خواږه لري، هر څه بشپړ هم یو ډول نه وي پېښ شوي او نه یو مخ د کرکټر له غوښتنې سره سمې پېښې کېږي. خو دغه توپیر او تضاد لږ او یا بېخي په نشت حساب دی، چې د ناول د کیسې طبیعي والی یې تر اغیز لاندې راوستلی دی...

هر څوک چې قلم پورته کوي او د ټولنې د اصلاح هڅه کوي د درنښت وړ دي، خو زما له انده که پر جوړښت او کیسه یيزو پېښو یې لږ غور وشي، کار به یې لا اغیزمن او ګټور وي او د ټولنې د سمون هڅې به یې بې پایلې نه وي.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

نور اغا رحماني

نوراغا رحماني په پښتو ادبیاتو کې تر لېسانس کچې زده کړې کړې، په بیلابیلو ملي او نړیوالو ښوونیزو بنستونو کې یې د روزونکي په حیث کار کړی دی، تر اوسه یې کوم کتاب نه دی چاپ شوی، خو ځینې کتابونه یې چاپ ته تیار دي، پراخه مطالعه لری، په بیلابیلو چاپي رسنیو کې یې مقالې نشر شوې، ښاغلی رحماني خوږې لیکنې کوي، چې د ټولنې او ځوانانو لپاره ګټورې دي.