اسلام

د اسلام له نظره د ښځو مقام او منزلت

د ښځو لپاره یو ورځ ټاکل د ښځو په وړاندې سپکاوی دی. موږ مسلمانان باید هر اقتباس له قران او احادیثو څخه وکړو. په اسلام کې ښځې ته په ستره سترګه کتل کیږي، لکه څرنګه چې د جهالت په دوره کې له ښځو سره رنګارنګ ظلمونه کیدل او دغه ظلمونه د اسلام د مقدس دین په ظهور سره مهوه شول. غواړم د اسلام د دین په رڼا کې د ښځې په ارزښت یو څه بحث ولرم.

د ښځو عزت، ارزښت، قدر او درناوی تر بل هر دین په اسلام کې ډیر مهم ګڼل شوی دی. په اسلام کې ښځه ملکه ده، شهزاده ګۍ ده او بالاخره هغه څوک ده، چې ددې د عزت او مهم والي په هکله اسلام په صراحت سره اقرار کړئ دی، نو دغو ټکو ته په کتلو سره ښځې ته باید دغه امتیازات ورکړل شي. ددوی ذهن باید روښانه شي (ښوونه او روزنه) ورته مهیا شي تر څو ستا د راتلونکو بچو ذهنونه درته روښانه کړي. نوموړې باید باډي ګاردان (ساتونکي) ولري ځکه چې باارزښته ده. نوموړې باید څارونکي ولري ځکه چې نازکه او لطیفه ده. پام کوونکي باید ولري ځکه چې یو چا ته اړتیا لري تر څو ملاتړ یې وکړي او بالاخره خیال یې باید وساتل شي ځکه چې له مینې جوړه شوې ده مینې ته اړتیا لري. احساسات یې باید زیانمن نه شي ځکه چې ظالمه نه ده او صبرناکه ده. ناز باید ورکړل شي ځکه چې نړۍ هغه وخت ښکلې ده چې ددوی په شونډو مسکا خپره وي. آرام ورکړل شي ځکه چې فزیکي او رواني جوړښت یې د دغه غوښتنه کوي. د زړه مشروع غوښتنو ته یې ښه راغلاست وویل شي ځکه چې په دغه کار سره ستا نړۍ درته روښانوي او د یوه څراغ په شکل لاره درته ښیي.

ښځه هغه مهم مخلوق دی، چې په خپل محنت، وفا، صداقت او ایماندارۍ سره ستا له کور څخه جنت او په خپل شرارت ستا له کور څخه دوزخ جوړولای شي، نو د دغه مهم الهي نعمت په قدر پوه شئ.

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.